د ګاو فن نهم نمبر درېيمه سپوږمکۍ د جون د ۱۷مې نېټې د ماسپښين په درېيو بجو نولسو دقيقو د چين د جيو چوان د سپوږمکيو د توغولو له مرکز څخه د چانګ چنګ دوهم نمبر د D وړونکي راکټ له لارې ټاکل شوې فضايي مدار ته وتوغول شوه. بر سېره پردې، د پيشنګ درېيم نمبر A سپوږمکۍ او هه ده پنځم نمبر سپوږمکۍ هم د دغه راکټ له لارې وتوغولی شوې.
د معلوماتو له مخې، د ګاو فن نهم نمبر درېيمه سپوږمکۍ د رڼا او ليدو پوهنې يوه ليرې کنترول کېدونکې سپوږمکۍ ده او د خاورو د څارنې، د ښارونو د ادارې، د سړکونو د شبکې د ډيزاين، د کرهنيزو حاصلاتو د اټکل او د ناورينونو د مخه نيولو په برخو کې کارول کېږي چې د يو کمربند او يوې لارې د ابادۍ لپاره معلومات برابرولای شي.(غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |