CRI Online

وانګ يي د هند د بهرنيو چارو له وزير سبرمانيم جيشنکر سره تلېفوني خبرې وکړې

cri     (GMT+08:00) 2020-06-17 21:52:45

د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د جنون په اوولسمه نېټه د هند د بهرنيو چارو له وزير سبرمانيم جيشنکر سره تلېفوني خبرې وکړې.

له نوموړي سره په خبرو کې وانګ يي وويل، چې د هند سرحدي پوځ د جون د پنځلسمې نېټې په شپه هغه ګډې نظريې ماتې کړي چې د چين او هند د پوځي قوماندانانو ترمنځ په کتنه کې تر لاسه شوې وې، او د ګلوان درې په سيمه کې د حالاتو د آرامېدو په حال کې يې بيا په ناوړه نيت د کنترول کرښې په تېرېدو لمسونکي کړنې کړي او حتی په زور يې د چيني ځواک پر سرتيرو بريد کړی چې د مفاهمې په غرض يادې سيمې ته تللي وو، ورپسې د دواړو خواوو ترمنځ نښته وشوه او له امله يې مرګژوبله رامنځته شوې ده. د هندي پوځ دغه کړنه د سرحدي چارو په اړه د دواړو هېوادونو له لاسليک شوي تړون او د نړيوالو اړيکو له بنسټيزو اصولو څخه سخته سرغړونه ده، چين يو ځل بيا په دې مناسبت هند ته سخت احتجاج څرګندوي. چين له هند څخه غواړي چې اړونده پلټنه وکړي، د دې پېښې مسئول ته سخته سزا ورکړي، د سرحدي پوځونو جدي اداره او کنترول وکړي، سمدلاسه له ټولو لمسونکوونکو کړنو څخه لاس واخلي او د دغه ډول پېښې د مخنيوي تضمين وکړي. هند بايد د اوسنيو حالاتو په اړه غلط ګومان ونه کړي او د خاورو د ملي حاکيت د ساتلو په اړه د چين ټينګ هوډ ته دې په ټيټه نه ګوري.

سبرمانيم جيشنکر د هند دريځ بيان کړ او و يې ويل، هند هيله لري چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو په اساس د دواړو هېوادونو د مشرانو ګډې نظريې پلې کړي او د خبرو اترو له لارې د سرحدي سيمې شخړې حل کړي او ترينګلي حالات ارام کړي.

دواړو خواوو له دې سره موافقه وکړه چې په عادلانه ډول دې به ګلوان درې په سيمه کې د نښتې له امله رامنځته شوي ترينګلي حالات ارام کړي، د دواړو هېوادونو د پوځي قوماندانو په کتنه کې د تر لاسه شويو ګډو نظريو مراعات به وکړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د لاسليک شويو تړونونو له مخې به د سرحدي سيمې سوله وساتي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای