CRI Online

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د کوويډ -۱۹ وبا پرضد د ګډې مبارزې لپاره د چين او افريقا ترمنځ په ځانګړې سرمشريزه غونډه کې يوه مهمه وينا وکړه

cri     (GMT+08:00) 2020-06-17 23:12:21
د کوويډ -۱۹ وبا پرضد د ګډې مبارزې په پار د چين او افريقا ترمنځ ځانګړې سرمشريزه ويډيويي غونډه د بېجينګ پر وخت د جون د ۱۷مې نېټې په شپه تر سره شوه او د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په بېجينګ کې د دغې غونډې مشري وکړه او په کې يې يوه مهمه وينا وکړه.

نوموړي په خپله وينا کې وويل، چې چين او افريقا د کوويډ -۱۹ وبا پر وړاندې د ستونزو د ليرې کولو لپاره ګډ کوښښونه کوي، يو له بل سره مرسته او ملاتړ کوي او د پخوا په پرتله د دواړو خواوو ترمنځ يووالی، دوستۍ او متقابل باور لا پياوړی شوی دی. اوسمهال دغه وبا لا هم په ټوله نړۍ کې د خپرېدو په حال کې ده، نو چين او افريقا د دغې وبا پرضد د مبارزې په ترڅ کې د ثابت اقتصاد د ساتنې او د خلکو د ژوند د تامينولو دندې هم پر غاړه لري. موږ بايد د خلکو د سر او ژوند امنيت ته لومړيتوب ورکړو، بايد د خلکو د امنيت د ساتلو او د دغې وبا د منفي اغيزو د کمښت لپاره سرچينې همغږې کړو او بايد پر يووالي او همکارۍ ټينګار وکړو.

نوموړي په خپله وينا کې د دغې وبا پرضد د ګډې مبارزې لپاره څلور فقيره ييز وړانديز وکړ.

لومړی، موږ بايد په ټينګار سره د دغې وبا پرضد د ګډې مبارزې لپاره ګډې هڅې وکړو. چين به په مداومه توګه په دې برخه کې افريقا پوره ملاتړ وکړي.

دوهم، موږ بايد د چين او افريقا ترمنځ د همکاريو د پياوړتيا لپاره هڅې وکړو. موږ بايد د دغې وبا د منفي اغيزو د کمښت لپاره د يو کمربند او يوې لارې ابادي پياوړې کړو او د چين او افريقا ترمنځ په همکاريز فورم کې دې تر لاسه شوې نظريې پلې کړو.

درېيم، موږ بايد د څواړخيزم غوښتنې پر عملي کولو ټينګار وکړو. يووالی او همکاري د دغې وبا پرضد د مبارزې لپاره ډېره تېزه وسيله ده. چين غواړي له افريقا سره يو ځای د م م په مرکزيت د نړۍ اداري سيستم وساتي او د دغې وبا پرضد نړيواله مبارزه کې د روغتيا له نړيوال سازمان څخه ملاتړ وکړي.

څلورم، موږ بايد په ټينګار سره د چين او افريقا ترمنځ دوستۍ ژورې کړو. زه به له بېلا بېلو همکارانو سره يو ځای د متقابلو دوستيو د ټينګښت لپاره ګډ کوښښونه وکړم او د مرکزي مسئلو په برخه کې به يو له بل څخه ملاتړ وکړو او د چين او افريقا په شمول د پرمختيايي هېوادونو د ګډو ګټو د ساتلو لپاره به هڅې وکړو. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای