CRI Online

شي جين پينګ: که چين د کوويډ ـ۱۹ ويروس ضد واکسين جوړ کړي، نو لومړی به يې افريقايي هېوادونو ته وړاندې کړي

cri     (GMT+08:00) 2020-06-17 23:19:20

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د جون په ۱۷مه نېټه د کوويډ -۱۹ وبا پرضد د ګډې مبارزې لپاره د چين او افريقا ترمنځ په ځانګړې سرمشريزه ويډيويي غونډه کې ژمنه وکړه چې که چين د کوويډ ـ۱۹ ويروس ضد واکسين جوړ کړي، نو لومړی به يې افريقايي هېوادونو ته وړاندې کړي.

نوموړي وويل، چې چين به د دغې وبا ضد د مبارزې لپاره له افريقا څخه پوره ملاتړ وکړي، په مداومه توګه به له افريقايي هېوادونو سره د مالونو مرسته ورکړي، دغو هېوادونو ته به د طبي کارپوهانو ډلې ولېږي او له چين څخه د طبي موادو د اخيستلو په برخه کې له افريقايي هېوادونو سره به مرستې وکړي. چين به په روان کال کې د افريقا د ناروغۍ د کنترول مرکز د مقر د جوړولو پر پروژې پيل وکړي، له افريقا سره يو ځای به د (( روغتيا او طبي چارې )) تر عنوان لاندې فعاليت تر سره کړي، د چين او افريقا د دوستانه روغتون د ابادۍ او د دواړو هېوادونو د روغتونونو ترمنځ د همکاريو د پياوړتيا لپاره به هڅې وکړي او د طب او روغتيا په برخه کې به د چين او افريقا ترمنځ ټولنه جوړه کړي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای