د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د جون په ۱۷مه نېټه له کوويدـ۱۹ وبا سره په ګډه مبارزه کې د چين او افريقا ترمنځ ځانګړې سرمشريزه غونډه کې وويل، چين به د چين او افريقا د همکاريز فورم تر چوکاټ لاندې د افريقايي هېوادونو هغه بې ګټې پورونه لغوه کړي چې ټاکل شوي د ۲۰۲۰ کال تر پايه پورې بايد جبران شي، او د هغو افريقايي هېوادونو لپاره به د پور موده نوره هم وغځوي چې له سختې وبا سره مخامخ دي.
نوموړي وويل، چين په افريقايي وچه کې د ازادې سوداګريزې سيمې له جوړونې څخه ملاتړ کوي، او غواړي له افريقا سره د ډيجټالي اقتصاد، ځيرک ښار، پاکې انرژۍ او پنځه جي په برخو کې همکارۍ زياتې کړي او افريقا سمسوره کړي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |