د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د جون په ۱۷مه نېټه د کوويډ -۱۹ وبا پرضد د ګډې مبارزې لپاره د چين او افريقا ترمنځ په ځانګړې سرمشريزه ويډيويي غونډه کې وويل، چې چين او افريقا بايد د څو اړخيزم پر عملي کولو ټينګار وکړي، له سياست سره د وبا له تړلو او پر ويروس د ټاپې له لګولو او له نژادي او ايديولوژيک تبعيض سره دې ټينګ مخالفت وکړي او نړيوال عدالت دې وساتي.
نوموړي وويل، چې چين غواړي له افريقا سره يو ځای د م م په مرکزيتوب د نړيوالې ادارې سيستم وساتي، د وبا پر ضد په نړيواله مبارزه کې د روغتيا نړيوال سازمان له لا لويو خدمتونو څخه ملاتړ وکړي او د چين او افريقا او پرمختيايي هېوادونو د اصلي ګټو د ساتلو لپاره ګډې هڅې وکړي.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |