CRI Online

د کينيا ولسمشر : د کوويد-۱۹ د مخنيوي لپاره د چين له مرستو مننه کوو

cri     (GMT+08:00) 2020-06-18 12:09:16

د کينيا ولسمشرۍ ماڼۍ د جون د ۱۷مې نېټې په شپه د کوويد-۱۹ ويروس پر ضد د ګډې مبارزې لپاره د چين او افريقا تر منځ د ځانګړې سرمشريزې ويډيويي غونډې په باب يوه اعلاميه خپره کړه چې عنوان يې دی، چين ژمنه کړې چې د کوويد-۱۹ د مخنيوي چارې به له افرايقايي هېوادونو سره په ګډه پرمخ يوسي.

د کينيا ولسمشر اوهورو کينياتا په دې اعلاميه کې ويلي، موږ د چيني حکومت له بيړنۍ مرستې څخه مننه کوي. چين کينيا او ټولې افريقا ته د معاينې کيټونو ، ويروس ضد دفاعي جامو او درملو په ګډون طبي مالونه برابر کړل، دا نه يوازې د کوويد-۱۹ د مخنيوي، بلکې له ملخ ناورين سره د مقاومت لپاره هم ګټور دي. چين ژمنه کړې چې په پر له پسې ډول به افريقايي هېوادونو ته تخنيکي مرسته او مالونه برابر کړي. چين او افريقا به څو اړخيزه غوښتنه وساتي او له دې سره ټينګ مخالفت کوي چې کوويد-۱۹ ته سياسي بڼه ورکول کېږي. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای