CRI Online

د مصر ولسمشر د کوويد-۱۹ وبا د مخنيوي په پار د چين د کوښښونو ستاينه وکړه

cri     (GMT+08:00) 2020-06-18 12:11:44

د مصر خبري رسنيو د خبر له مخې، د دې هېواد ولسمشر د کوويد-۱۹ وبا پر ضد د ګډې مبارزې لپاره د چين او افريقا په ځانګړې سرمشريزه ويډيويي غونډه کې وويل، چين د کوويد-۱۹ ويروس د مخنيوي په ساحه کې زياتې تجربې لري، افريقايي هېوادونه بايد تر وسې پورې د چين تجربې زده کړي او د دې وبا د مخنيوي په برخه کې دې خپل مهارتونه لوړ کړي. افريقايي هېوادونه به د سياسي وحدت او ګډو ګټو په چوکاټ کې په ټينګ ډول له چين سره همکارۍ پياوړې کړي، څو تر اندازې پورې د کوويد-۱۹ ناوړه اغېزه کمه کړي. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای