د پاکستان خارجه وزير شاه محمود قريشي د هند له حکومت څخه وغوښتل چې خپلو کورنيو چارو ته پام وکړي او د سرحدي نښتې له جوړولو څخه دې لاس واخلي.
نوموړي د روانې مياشتې په ۱۴مه نېټه په خپل ټويټر پاڼې کې وويل، هند بايد په دې پوه شي، چې د دې هېواد نيمګړتياوې، ناکامۍ او فاشيزم به ځان ته ډېرې زياتې ستونزې پيدا کړي. هغه د هند حکومت د سرحدي لانجې د يو جوړونکی په توګه بللی او ورڅخه يې غوښتي چې په دغه هېواد کې بېوزلو، تر ظلمانه واک لاندې وګړو او لږکيو ته دې پاملرنه ورکړي.
هغه زياته کړې چې د پاکستان او هند تر منځ سرحد ته په نژدې سيمې د هند لخوا د بريد او له نيپال سره د شخړې په ګډون د هند مسلسل دښمنانه عمليات د سيمې د ستراتيژيکو اړيکو د پرمختګ پر مخ خنډونه دي. هند يو بې پشتوانۍ هېواد ګرځېدلی دی. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |