CRI Online

وانګ يې له هند څخه وغوښتل چې له لمسون کوونکو کړنو لاس واخلي

cri     (GMT+08:00) 2020-06-18 12:22:00

د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د جون په ۱۷مهمه نېټه د هند له خارجه وزير سبرمانيم جيشنکر سره تليفوني خبرې وکړې.

له نوموړي سره په خبرو کې وانګ يي وويل، د جون د ۱۵مې نېټې په شپه کې، هندي ځواکونو د ګلوان درې د تازه ارام کېدو په حال کې يو ځل بيا له سرحدي کرښې اوښتلي حتی پر چيني سرتېرو يې د زور زياتي کړنې کړي او مرګژوبله يې رامنځته کړې ده. د هند دغه دوښمنانه عمل د دواړو هېوادونو له سرحدي تړون او اړوندو نړيوالو قوانينو څخه سخته سرغړونه ده. چين يو ځل بيا هند ته سخت احتجاج کوي. موږ له هند څخه غوښتنه کوو چې په دې اړه جدي څارنه وکړي، لمسون کوونکو ته سزا ورکړي او سمدلاسه دښمنانه عمليات پای ته ورسوي. د ملي حاکميت د ساتنې لپاره د چين ټينګ هوډ ته بايد په ټيټه و نه کتل شي.

سبرمانيم د هند دريځ بيان کړ او و يې ويل چې هند به د خبرو اترو له لارې سرحدي مسئله حل کړي او د سيمې کړکيچن حالات به ښه کړي. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای