د چين د ميډيا ګروپ د خبر له مخې،اروپايي ټولنې د جون په ۱۷مه نېټه د بهرنۍ مالي مرستې سپن کتاب خپور کړ او نظرسنجۍ ته يې وړاندې کړی دی. په دغه کتاب کې ويل شوي چې اروپايي ټولنه به په بازار کې د بهرنۍ مرستې د اغېزې ارزونه وکړي، د هغو شرکتونو څارنه وکړي چې په تېرو ۳ کلونو کې يې لږ تر لږه ۲ لکه يورو مرسته منلې وي او د يادې ټولنې په حکومتي تهيه کې بايد اړوند شرکتونه تر تدقيق لاندې ونيول شي. د مالوماتو له مخې، دغه سپين کتاب د هغو چيني شرکتونو په وړاندې ناعادلانه سيالې ده چې د اروپايي شرکتونو اخيستلو عمل لري.
په اروپايي ټولنه کې د چين پلاوي په همدې ورځ په دې اړه وويل، هيله لرو چې اروپا د تجارت د نړيوال سازمان د بنسټيزو اصولو مراعات وکړي او د مالي مرستې په پلمه نوي سوداګريز خنډونه جوړ نه کړي. اروپايي ټولنه بايد د بهرنيو شرکتونو د پرمختګ لپاره ښه بازاري چاپيريال جوړ کړي. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |