CRI Online

د روغتيا نړيوال سازمان عمومي مدير : چين تل د کوويد-۱۹ ويروس د مخنيوي لپاره له افريقايي هېوادونو ملاتړ کړی

cri     (GMT+08:00) 2020-06-18 12:32:01

د روغتيا د نړيوال سازمان عمومي مدير تيدروس د جون په ۱۷مه نېټه د کوويد-۱۹ وبا په باب په نوبتي غونډه کې د دې وبا پرضد د ګډې مبارزې لپاره د چين او افريقا ترمنځ د ځانګړې سرمشريزې ويډيويي غونډې په باب د چين د ميډيا ګروپ د خبريال پوښتنې ته ځواب ورکړ، نوموړي وويل، د کوويد-۱۹ له خپرېدو وروسته، چين تل د دې وبا د مخنيوي لپاره له افريقايي هېوادونو ملاتړ کړی، طبي کارپوهان يې ورليږلي، تجربې او مالومات يې ورسره شريک کړي او د وبا د معاينو اسانتياوې يې ورته برابرې کړې دي. چين نه يوازې دغو هېوادونو ته په طبي برخه کې مرستې برابر کړې، بلکې د افريقايي اقتصاد د بيا اعادې لپاره يې هم پوره ملاتړ برابر کړی دی.

که څه هم په افريقايي سيمه کې په دې وبا د اخته کسانو شمېر د نورو سيمو په نسبت کم دی، خو دغه ناروغي په چټکه توګه خپرېږي. کوويد-۱۹ ډېر خطرناک ويروس دی، د خپرېدو سرعت يې ګړندی دی او په دې ناروغۍ د اخته کېدو له امله د مرګژبلې شمېر هم ډېر دی. د کوويد-۱۹ مخنيوی د بېلا بېلو هېوادونو وحدت ته اړتيا لري. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای