CRI Online

د نايجر ولسمشر : چين د کوويد-۱۹ وبا د مخنيوي لپاره ستر خدمت کړی دی

cri     (GMT+08:00) 2020-06-18 12:36:05

د نايجر ولسمشرۍ ماڼې د جون په ۱۷مه نېټه خبر ورکړ چې د دغه هېواد ولسمشر او د لوېديځو افريقايي هېوادونو د اقتصاد ګډې ټولنې منشي محمد يوسف په همدې ورځ د کوويد-۱۹ وبا پر ضد د مبارزې لپاره د چين او افريقا تر منځ په ځانګړې سرمشريزه ويډيويي غونډه کې ګډون کړی و.

يوسف په دې غونډه کې وويل، د لوېديځو افريقايي هېوادونو د اقتصاد د ګډې ټولنې غړو هېوادونو د چين او افريقا تر منځ د همکاريز فورم په چوکاټ کې د چين او افريقا تر منځ له اړيکو ټينګ ملاتړ کوي. د ده په اند، د چين حکومت د کوويډ-۱۹ وبا د مخنيوي په مبارزه کې ستر برياليتوب تر لاسه کړی او دا ډېر د ستاينې وړ دی. لوېديځ افريقايي هېوادونه به په دې مبارزه کې د م م او د روغتيا نړيوال سازمان د رول ټينګ ملاتړ وکړي او هيله لري چې ژر تر ژره د دې وبا ضد واکسين جوړ شي. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای