CRI Online

په تېرو دوو مياشتو کې په ټوله نړۍ کې پر کوويد۱۹ د اخته کسانو شمير ۶ مليونو ته رسېدلی

cri     (GMT+08:00) 2020-06-18 12:46:10

پر ځايي وخت د جون په ۱۷ مه نېټه د روغتيا نړيوال سازمان عمومي مدير تدروس ادهانوم غيبريېسوس وويل، چې د کوويد۱۹ د رامنځته کېدو په لومړيو دوو مياشتو کې پر کوويد۱۹ د اخته کسانو شمېر ۸۵ زره و،خو په تېرو دوو مياشتو کې په ټوله نړۍ کې پر دې ويروس ۶ مليونه کسان تشخيص شوي دي. په امريکا، افريقا او جنوبي اسيا کې پر کوويد۱۹ د اخته کسانو شمېر لا هم د چټک زياتېدو په حال کې دی. خو د دې تر څنګه لا هم هيله شته چې موږ کولای شړ يو له بل سره د همکارۍ له لارې د کوويد۱۹ پر ضد روانه مبازره کې بريالي شو. ډېرو هېوادونو دا تائيد کړې چې موږ کولی شو، چې ياده ناروغۍ د قرنطين، ناروغانو تشخيص او درملنې له لارې له منځه يوسو. اوس په ګرده نړۍ کې د لابراتوار ازموينې توان زيات شوی او دا ډېر مهم دی چې د هر هېواد حکومت پر وخت اړوند تدبيرونه ونيسي.

(مينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای