CRI Online

د چين د بهرنيو چارو د وزير مرستيال چن شياو دونګ د کوويد-۱۹ وبا پر ضد د ګډې مبارزې په پار د چين او افريقا تر منځ د ځانګړې سرمشريزې ويډيويي غونډې لاسته راوړنې څرګندې کړې

cri     (GMT+08:00) 2020-06-18 12:49:20

د بېجينګ پر وخت د جون د ۱۷ مې نېټې په شپه د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په بېجينګ کې د کوويد-۱۹ وبا پر ضد د ګډې مبارزې په پار د چين او افريقا تر منځ د ځانګړې سرمشريزې ويډيويي غونډې مشري وکړه او په دغه غونډه کې يې يوه مهمه وينا وکړه. د چين د بهرنيو چارو د وزير مرستيال چن شياو دونګ تر غونډې وروسته په يوه خبري ناسته کې د دغې غونډې لاسته راوړنې څرګندې کړې. هغه وويل چې دغه يوه ځانګړې سرمشريزه غونډه وه چې د چين او افريقا مشرانو د کوويد-۱۹ پر ضد د ګډې مبارزې په حالت کې تر سره کړه. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په دغه غونډه کې مهمه وينا وکړه او يو لړ مهم وړانديزونه يې وکړل.

چن شياو دونګ وويل چې په دغه غونډه کې برخوالو خواوو د کوويد-۱۹ پر ضد له افريقا څخه د ملاتړ او د چين او افريقا تر منځ د همکارۍ د پياوړتيا په اړه ژورې خبرې وکړې او ګډې نظريې يې تر لاسه کړې. په دغه غونډه کې ګډه اعلاميه هم خپره شوه او د چين او افريقا د مهمو مسئلو ګډ دريځ پکې څرګند شوی دی. دغه سرمشريزه غونډه پر وخت تر سره شوه او د دغې غونډې مهم اغيز او ژور اهميت به دوام ولري.

(مينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای