CRI Online

شي جين پينګ د کوويډ ـ۱۹ وبا پرضد د ګډې مبارزې لپاره د چين او افريقا ترمنځ ځانګړې سرمشريزې ويډيويي غونډې مشري وکړه

cri     (GMT+08:00) 2020-06-18 12:50:58

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د جون په ۱۷مه نېټه په بېجينګ کې د کوويډ ـ۱۹ وبا پرضد د ګډې مبارزې لپاره د چين او افريقا ترمنځ ځانګړې سرمشريزې ويډيويي غونډې مشري وکړه او له کوويد ۱۹ ويروس سره د مقابلې لپاره يو لاس کېدو او د اوسنيو ستونزو لېرې کېدو تر عنوان لاندې يې وينا وکړه. نوموړي په خپلو خبرو کې پردې ټينګار وکړ چې د کوويد ۱۹ وبا پر مهال چين او افريقايي هېوادونو يو له بل سره مرستې کړې او اوږه په اوږه يې له دې ويروس سره مبارزه کړې چې له امله يې د دواړو خواوو ترمنځ يووالی او متقابل باور لا ټينګ شوی دی.چين له افريقايي هېوادونو عنعنوی دوستۍ ته ډېر ارزښت ور کوي او په هر نړيوال حالت کې به په دې مبارزه کې د چين او افريقايي هېوادونو ترمنځ د همکارۍ ټينګ هوډ بدل نه شي. چين به په دې برخه کې د افريقايي هېوادونو له هڅو څخه ملاتړ ته ادامه ور کړي.دواړه خواوې بايد د خلکو ګټو او ژوند ته لومړيتوب ور کړي، تر خپلې وسې پورې دې د خلکو د خونديتوب او روغتيا د ساتلو لپاره هڅې وکړي، په ټينګه سره دې له دې ويروس سره د مبارزې لپاره يو لاس شي او د چين او افريقا ترمنځ همکارۍ دې پياوړې کړي او څو اړخيزم او دوستانه تګلاره دې پلې کړي تر څو د چين او افريقا ترمنځ د ګډ برخليک ټولنه اباده شي.په دې غونډه کې له کوويد۱۹ ويروس سره د مقابلې په هکله د چين او افريقا ترمنځ د ځانګړې سرمشريزې غونډې په اړه يوه ګډه اعلاميه هم خپره شوه او له دې لارې نړيوالو ته د دواړو خواوو ترمنځ د يووالي او همکارۍ نيت څرګند شو.

دغه غونډه د چين، د افريقا د نوبتي رئيسه هېواد جنوبي افريقا او د چين او افريقا ترمنځ د همکارۍ فورم د ګډ رئيسه هېواد سنيګال په کوربتوب تر سره شوه او د يوولسو افريقايي هېوادونو مشرانو په دې غونډه کې ګډون کړی و.

رئيس شي جين پينګ په خپله وينا کې دې ته په اشارې سره وويل ، اوس په ګرده نړۍ کې د کوويد۱۹ ويروس وبا روانه ده . چين او افريقا له کوويد ۱۹ ويروس سره د مقابلې، د اقتصادي پرمختګ د ثبات د ساتلو او د خلکو د ژوند د ښه والي په شمول له ډېرو سترو دندو سره مخ دي. مونږ بايد د خلکو ګټو او ژوند ته لومړيتوب ور کړو او تر خپلې وسې پورې دې د يووالي او همکارۍ له لارې د خلکو خونديتوب او روغتيا د ساتلو لپاره ډېرې هڅې وکړو تر څو د دې ويروس د وبا منفي اغيزې کمې شي.

شي جين پينګ پر دې ټينګار وکړ چې چين او افريقا بايد په ټينګه سره څو اړخيزم پلی کړي او د کوويد ۱۹ ويروس وبا ته د سياسي رنګ له ور کولو او نژادي تبعيض سره دې ټينګ مخالفت وکړي او نړيوال عدالت دې و ساتي. چين غواړي چې له افريقا سره د م م په محور نړيوال اداري سيستم وساتي، له دې ويروس سره د مقابلې لپاره دې د روغتيا نړيوال سازمان له خدمتونو څخه دې ملاتړ وکړي او په ګډه دې د چين ، افريقا او پرمختيايي هېوادونو بنسټيزې ګټې وساتي تر څو د چين او افريقا ترمنځ د همکاريو جامع ستراتيژيکې اړيکې نوي پړاو ته ورسيږي.

رئيس شي جين پينګ په خپلو خبرو کې وويل، په بېجينګ کې مو د چين او افريقا ترمنځ د همکارۍ فورم په سرمشريزه غونډه کې په اتفاق سره پرېکړه وکړه چې د چين او افريقا ترمنځ د ګډ برخليک ګډه ټولنه اباده کړو. نن ورځ مو د دغې غونډې له لارې د بېجينګ په يادې سرمشريزې غونډې کې کړې ژمنه پوره کړې او له کوويد۱۹ ويروس سره د مبارزې لپاره مو خپل خدمتونه کړي دي. زه باور لرم چې انسانان به هرو مرو په دې مبارزه کې بری ومومي او د چین او افريقا خلک به لانيکمرغه ژوند تر لاسه کړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای