CRI Online

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د چين او افريقا ترمنځ په ځانګړې سرمشريزه ويډيويي غونډه کې مهم ټکی ياد کړل

cri     (GMT+08:00) 2020-06-18 14:14:58

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د جون د ۱۷مې نيټې په شپه د چين او افريقا تر منځ د ځانګړې سرمشريزې غونډې مشري وکړه. دا د کوويد-۱۹ وبا له رامنځته کېدو راهيسې درېيم ځل و چې نوموړي په نړيوالو څو اړخيزو غونډو کې ګډون وکړ. له دويمې نړيوالې جګړې وروسته په نړۍ کې د عامې روغتيا په چارو کې تر ټولو سخته پيښه رامنځته شوې او د چين او نورو هېوادونو مشرانو د ويډيويي غونډو له لارې د دغې ستونزې د وقايې او کنټرول په هکله سلامشورې کړې دي.

دا ځل د چين او افريقا تر منځ ځانګړې سرمشريزه غونډه د چين او د افريقايي هېوادونو ټولنې د نوبتي رئيسه هېواد جنوبي افريقا، منځنۍ افريقا د همکارۍ فورم د ګډ رئيسه هېواد سنيګال لخوا وړاندې شوې وه. د همدې ورځ په شپه د م م سرمنشي انټونيو ګوټريس، د روغتيا د نړيوال سازمان عمومي مدير تيدروس د ځانګړو ميلمانو په توګه په ياده غونډه کې ګډون کړی و. شي جين پينګ د همدې ورځ په شپه تر دې سرليک لاندې ( د يووالي له لارې دې له وبا سره مقابله وکړو او په ګډه دې مشکلات حل کړو. شي جين پينګ وويل چې په چين کې له وبا سره د مقابلې په ډېر سخت وخت کې افريقا موږ ته ارزښتناک ملاتړ برابر کړی دی، موږ به په يادو ولرو. په افريقا کې د وبا له رامنځته کېدو وروسته په لومړی ګام کې چين له افريقا سره مرسته وکړه او له افريقايانو سره ولاړ دی. هغه وويل چې هر حال کې چې نړيوال حالات بدليږي، چين به له افريقا سره يووالی او همکارۍ پياوړې کړي.

په دغه سرمشريزه غونډه کې چين او افريقا د يووالي او اتحاد اواز پورته کړی. شي جين پينګ وويل چې يووالی او همکارۍ د وبا پر وړاندې د مقابلې کولو تر ټولو ځواکمنه لاره ده. موږ له سياست سره د وبا له تړلو او پر ويروس د ټاپې له لګولو او له نژادي او ايډيولوژيک تبعيض سره ټينګ مخالفت کوو اوپه ټينګار سره نړيوال عدالت ساتو. په دغې سرمشريزې غونډې کې د يوې ګډې اعلاميې په خپريدو سره ويل شوي چې افريقا د تايوان او هانکانګ د مسئلو په هکله د چين د دريځونو او په هانکانګ کې د قانون له مخې د هېواد د امنيت ساتلو لپاره د چين حکومت له هلو ځلو څخه ملاتړ کوي.

د چين دولت رئيس شي جين پينګ په ياده غونډه کې وويل چين او افريقا بايد د وبا پر وړاندې ټينګ يووالی وساتي او يو پر بل دې باور ټينګ کړي. اوسمهال چين او افريقا د وبا، د اقتصاد ثابتوالي او د خلکو ژوند د ساتلو له ننګونو سره مخ دي. شي جين پينګ وويل چې د وبا تر اغيزو لاندې دې موږ د يو کمربند او يوې لارې د ابادۍ په چارو کې همکارۍ نژدې کړو، د چين او افريقا تر منځ د همکارۍ فورم د بيجينګ سرمشريزې غونډې لاسته راوړنې دې عملي کړو او د روغتيا، کارونو ته د بېرته ګرځېدو او د خلکو ژوند د ښه والي په ساحو کې همکاريو ته لومړيتوب ورکړو.

شي جين پينګ وويل چې د واقعي فعاليتونو له لارې د بيجينګ د سرمشريزې غونډې ژمنې پلې کوو او د وبا پر وړاندې د نړيوالې همکارۍ لپاره خدمتونه برابروو. نوموړي زياته کړه چې چين به تر وسې پورې په افريقا کې د وبا ضد فعاليتونو ته ملاتړ او مرستې برابرې کړي، ورته طبي ډلې به وروليږي او له چين څخه د طبي توکو د اخيستلو په چارو کې به ورسره همکارۍ وکړي. هغه اعلان وکړ چې چين به له ټاکلي پلان مخکې په روان کال کې په افريقا کې د ناروغۍ د کنټرول مرکز عمومي مقر اباد کړي. هغه په غونډه کې ژمنه وکړه چې چين به د کوويد-۱۹ ضد د واکسين له جوړولو وروسته لومړی افريقايي هېوادونو ته وړاندې کړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای