CRI Online

يانګ جې چي د امريکا له خارجه وزير مايک پمپيو سره خبرې وکړې

cri     (GMT+08:00) 2020-06-18 15:12:51

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميتې د سياسي بيورو غړي او د دې کميټې د خارجه چارو د کاري دفتر مشر يانګ جې چي د جون په ۱۶مه او ۱۷مه نېټه د امريکا په هاوايي ايالت کې د امريکا په بلنه د دغه هېواد له خارجه وزير مايک پمپيو سره خبرې وکړې. دواړو خواوو د چين او امريکا تر منځ د اړيکو او د ګډ علاقې مسئلو په باب د نظريو تبادلې وکړې او موافقه يې وکړه چې په جدي ډول خپلمنځي پرېکړه ليکونه پلي کړي.

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جينګ وويل، يانګ جې چي په خپلو خبرو کې د چين او امريکا تر منځ د اړيکو د پرمختګ او د تايوان، هانکانګ او شينجيانګ مسئلو په باب دريځ څرګند کړ. يانګ جې چي دې ته اشاره وکړه، همکاري د چين او امريکا يوازنی سم انتخاب دی. چين به د نه مقاومت، يو د بل د درناوي او ګډو ګټو پر بنسټ له امريکا سره اړيکې پرمخ يوسي او هيله لرو چې امريکا د دې لپاره له چين سره يو ځای کوښښ وکړي.

يانګ جې چي پر دې ټينګار وکړ چې د يو هېواد د پېژندنې اصل د چين او امريکا تر منځ د اړيکو سياسي بنسټ دی. د ملي يووالي د ساتنې لپاره د چين ټينګ هوډ نه دی بدل شوی او له امريکا څخه مو غوښتي چې د ياد اصل او د چين او امريکا تر منځ د درېيو ګډو اعلاميو مراعات وکړي او په احتياط سره د تايوان مسئله حل کړي. هغه د هانکانګ په باب هم دا وويل، چې د هانکانګ په خاصه اداره سيمه کې د چين د ملي امنيت د ساتنې لپاره قانون جوړول د چين کورنۍ چارې دي، چين په دې برخه کې ټينګ هوډ لري او د هانکانګ په چارو کې د امريکا له لاسوهنو سره ټينګ مخالف کوي. موږ امريکا څخه غوښتنه کوو چې د چين د ملي حاکميت درناوی وکړي او د هانکانګ په چارو کې خپلې لاسوهنې پای ته ورسوي.

هغه د شينجيانګ په باب دا هم وويل، چې د چين حکومت په شينجيانګ کې د ترهګرۍ او تندلارۍ د له منځه وړلو پاليسۍ غوره کړي، د دې سيمې امنيتي حالات يې ډېر ښه کړي او د سيمې د اوسېدونکو ژوند، روغتيا او پرمختګ يې ساتلي دي. امريکا تش په نوم " د ۲۰۲۰ کال د اويغوريانو د بشري حقونو تګلارې سند" د قانون په توګه جوړ کړی، چين په دې اړه ټينګ مخالفت کوي، له امريکا څخه مو غوښتي، چې د تندلارۍ او ترهګرۍ د له منځه وړلو لپاره د چين د کوښښونو درناوی وکړي، په دې ساحه کې دوه ګوني معيارونه غوره نه کړي او د چين په کورنيو چارو کې دې له لاسوهنو څخه لاس واخلي. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای