د چين د شيځانګ پوځي سيمې لوا په دې وروستيو کې د نيان جينګ تانګولا غره په جنوبي لمن کې پوځي تمرين تر سره کړ، ياد غر د سمندر له سطحې څخه ۴۷۰۰ متره لوړ دی. د تمرين په ځای کې څه باندې ۱۰۰۰ پوځي هدفونه ځای پر ځای وو، د ډول ډول وسلو جنګي توان او د غره په لوړه کې د سرتيرو د جګړې مهارتونه وارزول شول.
هغه چاپيريال چې له ۴۵۰۰ مترو څخه هم جګ دی، د وسلو پر مهارتونو او د انسان پر بدن اغېزه لري. هوايي او ځمکني سرتيرو په دې تمرين کې د سخت چاپيريال مثکلات لرې کړی او د ډول ډول جنګي دندو د بشپړېدو لپاره يې ټينګ بنسټ جوړ کړی دی. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |