CRI Online

امريکا د شينجيانګ په اړه تش په نوم قانون جوړ کړی، د چين ملي ولسي کانګرس، سياسي مشورتي کنفرانس او خارجه وزارت يې په غبرګون کې په جلا جلا توګه اعلاميې خپرې کړې دې

cri     (GMT+08:00) 2020-06-18 17:25:50

د چين د ملي ولسي کانګرس د بهرنيو چارو کميټه: د شينجيانګ مسئله د ترهګرۍ او تندلارۍ له منځه وړلو مسئله ده.

امريکا د جون په ۱۷مه نېټه د چين له سخت احتجاج سره سره د ۲۰۲۰ کال د اويغوريانو د بشري حقونو تګلارې ته تش په نوم قانوني بڼه ورکړې ده. د امريکا دغه عمل د چين په کورنيو چارو کې څرګنده لاسوهنه ده او له نړيوال قانون او د نړيوالو اړيکو له بنسټيزو اصولو څخه يې سرغړونه کړې ده. د چين ملي ولسي کانګرس د امريکا لپاره ياده کړنه سخته غندلې او ورسره يې ټينګ مخالفت ښودلی دی.

د بشري حقونو درناوی کول او تامينول د چين د اساسي قانون مهم اصل او په چين کې په هراړخيزه توګه د سمسورې ټولنې د ابادۍ مهم هدف دی. له ۱۹۹۰ کال څخه د ۲۰۰۶ کال تر پايه پورې په شينجيانګ کې په زر ګونو ترهګريزې پيښې رامنځته شوي چې زيات شمېر بې ګنا خلکو ته چې مرګژوبلې اړولي دي او د خلکو سر او مال ته يې سخت تاوان رسولی دی. چين په شينجيانګ کې د ترهګرۍ او تندلارۍ له منځه وړلو لپاره د مسلکي تخنيکونو د ښوونې او روزنې مرکزونو جوړولو په شمول يو لړ تدبيرونه ونيول چې د نړيوال قانون او د ترهګرۍ ضد د نړيوالې ټولنې له ګډو هيلو سره سمون لري. په شينجيانګ کې په تېرو مسلسلو دريو کلونو کې هيڅ ترهګريزې پيښې نه دي شوي او په شينجيانګ کې د بېلا بېلو قومونو ، خلکو او په ټوله کې د پنڅه ويشت ميليونو اوسيدونکو د ژوند حقونه تامين شوي دي. دا د انساني حقوقو د درناوي لپاره تر ټولو ښه څرګندونه ده او د چينايانو او نړيوالې ټولنې ملاتړ يې تر لاسه کړی دی.

د شينجيانګ مسئله د بشري حقونو، قومونو او مذهبونو په اړوند مسئله نه ده، خو د ترهګرۍ او تندلارۍ ضد مسئله ده. امريکا هم له ترهګرۍ سره مخ دي او بايد د ترهګرۍ ضد په چارو کې د چين د تدبيرونو ملاتړ وکړي. خو امريکا د تش په نامه د بشري حقونو په پلمه په بدنيت سره په چين کې د ترهګرۍ او تندلارۍ د له منځه وړلو پر هلو ځلو تورونه لګوي او غواړي په شينجيانګ کې د ثبات او پرمختګ مخه ونيسي. دا د ترهګرۍ ضد مسئله کې د امريکا څرګند دوه ګوني معيارونه دي.

د شينجيانګ چارې د چين کورنۍ چارې دي او هيڅ بهرني هېواد په کې د لاس وهنې حق نه لري. چين د هېواد د ملي حاکميت، امنيت او پرمختګ د ساتلو ټينګ هوډ لري. موږ له امريکا څخه غوښتنه کوو چې سمدستي د چين په کورنيو چارو کې د لاسوهنې کارونه ختم کړي او د دواړو هېوادونو په اړيکو کې له زيان رسوونکي عمل څخه لاس واخلي.

د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د بهرنيو چارو کميټه: چينايان له ناوړو تمايلاتو نه ويريږي

چين او امريکا دواړه ترهګرۍ ځپلي هېوادونه دي او ترهګري د انساني ټولنې ګډ دښمن دی. د ترهګرۍ ضد مبارزه او د تندلارۍ نظريو مخنيوی د چين او امريکې ګډه دنده ده. په شينجيانګ کې د مسلکي تخنيکونو د ښوونې او روزنې مرکزونو جوړونې او په قانوني توګه د ترهګرۍ او تندلارۍ له منځه وړلو کارونو په اغيزمنه توګه د ترهګريزو فعاليتونو مخه نيوی کړی او د اوسيدونکو د ژوند او پرمختګ حقونه يې تامين کړي دي او د شينجيانګ د بېلا بېلو قومونو اوسيدونکو ملاتړ او د نړيوالې ټولنې لوړې ارزونې يې تر لاسه کړې دي. امريکا بايد له چين سره ودريږي او له ترهګرۍ سره دې ګډه مبارزه وکړي، خو امريکا د انساني حقونو په پلمه د ترهګرۍ او تندلارې له منځه وړلو لپاره د چين پر هلو ځلو شک کوي او تورونه لګوي او ترهګريزو ځواکونو ته ناسمې نښې خپروي. موږ د امريکا د دې کړنې ټينګ مخالفت کوو.

اوسمهال د شينجيانګ ټولنه هوسا او ثابته ده، اقتصاد پرمختګ کوي او خلک يې په سوله کې ژوند کوي او د سمسورتيا او پرمختګ په ښه موده کې دي. شينجيانګ د قانون له مخې د ترهګريزو جرمونو د منځه وړلو په ورته وخت کې دې ته هم پاملرنه کوي چې د بېلا بېلو قومونو خلک مساوې حقونه لري، ورته دندې لري او په قانوني توګه د مذهبي وګړو عادي مذهبي فعاليتونه تامينوي او د مذهبي پلويانو او د دوی د تګلارو درناوی کوي. امريکا په خوله کې وايي چې د بشري حقونو ساتي، خو په حقيقت کې د ترهګرۍ ملاتړ کوي چې غواړي له دې لارې پر چين فشار واچوي، د شينجيانګ سمسورتيا او ثبات خراب کړي، د چين ملي يووالی ويجاړ کړي او د چين د پرمختګ مخه ونيسي. هر داسې بهرنې فشارونه به د چين د بېلا بېلو قومونو د خلکو لا هڅونه وکړي چې خپلمنځي يووالی وساتي او په ګډه له ترهګرۍ سره مبارزه وکړي او په ټينګار سره د شينجيانګ ثبات وساتي. د چيني ملت د سمسورتيا بهير روان دی او هيڅ کوم ځواک په کې خنډونه نه شی اچولی.

د چين د بهرنيو چارو وزارت:د شينجيانګ چارې په پوره توګه د چين کورنۍ چارې دي او هيڅ کوم بهرنی ځواک په کې د لاسوهنې حق نه لری

امريکا تش په نوم ( د ۲۰۲۰ کال د اويغوريانو د بشري حقونو د تګلارو سند) د قانون په توګه جوړ کړی دی. د چين د بهرنيو چارو وزارت د جون په اتلسمه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې د امريکا دغه قانون په بد نيت د چين په شينجيانګ کې د بشري حقونو، د شينجيانګ د اداره کولو په هکله د چين د حکومت پر تګلارو تورونه لګولي، په پرانيستي ډول دې د نړيوال قانون او د نړيوالو اړيکو بنسټيز اصول تر پښو لاندې کړې او د چين په کورنيو چارو کې لاسوهنه کړې ده. د چين حکومت او خلک ناراضه او غوسه دي او د امريکا دغې کړنې سره ټينګ مخالفت کوي .

په اعلاميه کې دې ته اشاره شوې چې د شينجيانګ مسئله د بشري حقونو،قومونو او مذهبونو مسئله نه ده، خو د ترهګرۍ او تندلارۍ پر وړاندې مسئله ده. په شينجيانګ کې د تندلارۍ او ترهګريزو فعاليتونو له امله د خلکو ژوند او د مالونو امنيت له سختو ګواښونو سره مخ و. شينجيانګ په ټينګار سره د ترهګرۍ له منځه وړلو لپاره په اصلي او بنسټيزه توګه يو لړ تدبيرونه عملي کړي چې نه يوازې د چين د قانون، بلکې د ترهګرۍ او تندلارۍ د له منځه وړلو نړيوالو وړانديزونو سره هم سمون لري، مثلا شينجيانګ د م م په اړه د ترهګرۍ ضد د نړيوالې ستراتيژۍ او د ترهګرۍ او تندلارۍ د مخنيوي لپاره د عملياتو پلان سره سم ګامونه پورته کوي. په دغه سيمه کې شوي کارونه په اغيزمنه توګه د ترهګريزو فعاليتونو د فعاليدو مخه يې نيولې او تر زياتې اندازې پورې يې د هېواد اتحاد او امنيت ساتلی، په شينجيانګ کې د بېلا بېلو قومونو د خلکو د ژوند، روغتيا او پرمختګ حقونو په شمول بنسټيز حقونه او ګټې تامين شوي دي. په تېرو دريو کلونو کې په شينجيانګ کې هيڅ يوه ترهګريزه پيښه نه ده رامنځته شوې، د بېلا بېلو قومونو تر منځ مساوات او يووالی ساتل شوی، د خلکو مذهبي ژوند ارام دی او خلک يې سوله ايز ژوند لري. نړيوالې ټولنې هر وخت د شينجيانګ د اداره کولو په اړه د چين د حکومت د تګلارو لوړه ستاينه کړې ده.

په اعلاميه کې ويل شوي چې ترهګري او تندلاري د انسانانو ګډ دښمانان دي. په بېلا بېلو هېوادونو کې د ترهګرۍ او تندلارۍ د له منځه وړلو لپاره د مختلفو هېوادونو د کارونو په هکله بايد مختلف معيارونه غوره نه شي او بايد په بدنيت سره د نړيوال عدالت او انسانانو اخلاق سرغړونه ونه شي. امريکا واقعيتونو ته نه ګوري او سپين ته تور او تور ته سپين وايي او غواړي په شينجيانګ کې د ترهګرۍ او تندلارۍ ضد او د تندلارۍ له منځه وړلو لپاره د چين پر کارونو تور ولګوي او د ترهګرۍ ضد په مسئله کې دوه ګونې معيارونه غوره کوي.د امريکا يادې کړنې دا ښيي چې دغه هېواد دا نيت لري چې چيني ملي حاکميت او امنيت ته زيانونه رسوي او غواړي د چين قومي اړيکو، د شينجيانګ سمسورتيا او ثبات خراب کړي او د چين د پرمختګ مخه ونيسي.

په اعلاميه کې ويل شوي چې د شينجيانګ چارې د چين کورنۍ چارې دي او د نورو هېوادونو لاسوهنې پکې د منلو نه دي. د چين حکومت او خلک د ملي حاکميت، امنيت او د پرمختګ ګټې ټينګ ساتي او يو ځل بيا له امريکا څخه غوښتنه کوي چې سمدستي خپلې ناسمې کړنې ختمې کړي او د شينجيانګ د تش په نوم د بشري حقونو په پلمه چين ته زيانونه ونه رسوي او د چين په کورنيو چارو کې لاس وهنه نه کړي. که نه، چين به هرومرو د امريکا دغه عمل ته ځوابي تدبير غوره کړي او هره نتيجه يې د امريکا پر غاړه وي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای