CRI Online

امريکا دې په خپل هېواد کې د بشري حقونو مسئلې ته پام وکړي او د نورو هېوادونو په کورنيو چارو کې دې لاسوهنه نه کوي

cri     (GMT+08:00) 2020-06-18 17:45:07

امريکا د جون په ۱۷مه نېټه د چين له سخت احتجاج سره سره د ۲۰۲۰ کال د اويغوريانو د بشري حقونو تګلارې ته تش په نوم قانوني بڼه ورکړې ده. د امريکا دغه عمل د چين په کورنيو چارو کې څرګنده لاسوهنه ده او له نړيوال قانون او د نړيوالو اړيکو له بنسټيزو اصولو څخه يې سرغړونه کړې ده.

پر ځايي وخت د جون د اوولسمې نيټې د ماسپښين په دريو بجو د م م د بشري حقونو شورا د دري څلويښتمې غونډې په ترڅ کې د نژادي تبعيض مسئلې په هکله بيړني بحثونه تر سره شول. دا د م م د بشري حقونو شورا پنځم ځل و چې دا ډول بيړني بحثونه يې تر سره کړل او لومړی ځل و چې په امريکا کې د بشري حقونو د مسئلې په هکله بيړنۍ غونډه تر سره کړه. د دغې غونډې په وخت کې په امريکا کې د افريقايي الاصه امريکايي جارج فلويد کشر ورور فيلونيس فلويد هم خبرې وکړې او ويې ويل چې د امريکا په ميناپوليس ښار کې د امريکا پوليس زما د مشر ورور ژوند ته پاملرنه نه ده کړې او سخت يې تر فشار لاندې نيولی و چې په پای کې يې ساه ورکړه. د دغې پيښې عيني شاهدانو له پوليسو څخه غوښتنه وکړه چې پر هغه ياد فشار ختم کړي، خو دغه پوليس افريقايي الاصه امريکايانو ته ښودلې او د دوی ژوند ورته مهم نه دي. دا امريکا ده.

په ورته وخت کې د امريکا په ګوټ ګوټ کې د بشري حقونو ساتلو په اړه مظاهرې روانې دي. امريکا د چين په شينجيانګ کې د ترهګرۍ او تندلارۍ له منځه وړلو لپاره د حکومت پر عادلانه تګلارو تورونه لګوي او تش په نامه قانون يې جوړ کړی دی. د شينجيانګ مسئله د بشري حقونو، قومونو او مذهبونو په اړوند مسئله نه ده، خو د ترهګرۍ او تندلارۍ ضد مسئله ده. امريکا هم له ترهګرۍ سره مخ دي او بايد د ترهګرۍ ضد په چارو کې د چين د تدبيرونو ملاتړ وکړي. خو امريکا د تش په نامه د بشري حقونو په پلمه په بدنيت سره په چين کې د ترهګرۍ او تندلارۍ د له منځه وړلو پر هلو ځلو تورونه لګوي او غواړي په شينجيانګ کې د ثبات او پرمختګ مخه ونيسي. دا د ترهګرۍ ضد مسئله کې د امريکا څرګند دوه ګوني معيارونه دي. اوسمهال د شينجيانګ ټولنه هوسا او ثابته ده، اقتصاد پرمختګ کوي او خلک يې په سوله کې ژوند کوي او د سمسورتيا او پرمختګ په ښه موده کې دي. شينجيانګ د قانون له مخې د ترهګريزو جرمونو د منځه وړلو په ورته وخت کې دې ته هم پاملرنه کوي چې د بېلا بېلو قومونو خلک مساوې حقونه لري، ورته دندې لري او په قانوني توګه د مذهبي وګړو عادي مذهبي فعاليتونه تامينوي او د مذهبي پلويانو او د دوی د تګلارو درناوی کوي. امريکا په خوله کې وايي چې د بشري حقونو ساتي، خو په حقيقت کې د ترهګرۍ ملاتړ کوي چې غواړي له دې لارې پر چين فشار واچوي، د شينجيانګ سمسورتيا او ثبات خراب کړي، د چين ملي يووالی ويجاړ کړي او د چين د پرمختګ مخه ونيسي. هر داسې بهرنې فشارونه به د چين د بېلا بېلو قومونو د خلکو لا هڅونه وکړي چې خپلمنځي يووالی وساتي او په ګډه له ترهګرۍ سره مبارزه وکړي او په ټينګار سره د شينجيانګ ثبات وساتي. د چيني ملت د سمسورتيا بهير روان دی او هيڅ کوم ځواک په کې خنډونه نه شی اچولی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای