CRI Online

د چين د بهرنيو چارو وزارت: د شينجيانګ چارې د چين کورنۍ چارې دي او هيڅ بهرنی هېواد پکې لاسوهنه نه شي کولای

cri     (GMT+08:00) 2020-06-18 19:23:09

د چين په ۱۸مه نېټه د چين د بهرنيو چارو وزارت په يوه خبري ناسته کې يوه خبريال پوښتنه وکړه چې (د ۲۰۲۰م کال لپاره د امريکا د اويغوريانو د بشري حقونو د تګلارې سند) د دغه هېواد د ولسمشر ډونالډ ټرمپ لخوا له لاسليکېدو وروسته رسمي قانون ګرځېدلی دی. د دغه قانون له مخې به ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دغه سند د نافذېدو له ۱۸۰ ورځو وروسته کابينې ته د راپور وړاندې کولو له لارې د بنديز لېست برابر کړي. چين په دې اړه څه نظر لري؟

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان په دې اړه وويل، چې د چين د بهرنيو چارو وزارت، د چين د ملي ولسي کانګرس د بهرنيو چارو کمېټې، د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د بهرنيو چارو کمېټې او د چين د شينجيانګ د اويغور د کورواکې سيمې ولسي کانګرس په جلا جلا توګه په دې اړه اعلاميې خپرې کړې دي. د امريکا ياد تش په نامه سند د چين د شينجيانګ د بشري حقونو پر حالت تور لګوي، د شينجيانګ د ادارې په اړه د چين د حکومت تګلارې بدناموي، د نړيوال قانون او د نړيوالو اړيکو اساسي قواعده پايمالوي. دا په زور سره د چين په کورنيو چارو کې لاسوهنه ده، نو د چين حکومت او خلک له دې سره ټينګ مخالفت کوي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای