CRI Online

د چين پېشنهاد د کوويد-۱۹ وبا پر ضد د روانې مبارزې په اړه د نړيوالو همکاريو لار څرګنده کړې

cri     (GMT+08:00) 2020-06-18 19:53:11

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د جون په ۱۷مه نېټه په بېجينګ کې د کوويد-۱۹ پرضد د ګډې مبارزې لپاره د چين او افريقا ترمنځ د ځانګړې سرمشريزې ويډيويي غونډې مشري وکړه او پکې يې يوه وينا وکړه. نوموړي په خپله وينا کې پر دې ټينګار وکړ چې موږ بايد له وبا سره د مبارزې لپاره پر خپلمنځي همکارۍ، د چين او افريقا ترمنځ د همکاريو پر پياوړتيا، د څو اړخيزم پر عملي کولو او د چين او افريقا ترمنځ د دوستۍ پر ژورولو ټينګار وکړو او د دواړو خواوو د روغتيا ټولنه او د ګډ برخليک ټولنه بايد اباده کړو.د شي جين پينګ له خوا وړاندې شوي پېشنهاد له اوسنۍ وبا او ستونزو سره د مبارزې لپاره د چين او افريقا ترمنځ د همکارۍ څرګند پيغام خپور کړی، په دغې ځانګړې موده کې يې د دواړو خواوو ترمنځ د همکاريو لوری څرګند کړی او له روانې وبا سره د مبارزې په برخه کې يې نړيوالو همکاريو ته مثبته انرژي ورکړې ده.

اوسمهال د کوويد-۱۹ وبا لا هم په نړۍ کې د خپرېدو په حال کې ده، چين او افريقا دواړه له دې وبا سره د مبارزې، د ثابت اقتصاد د ساتلو او د خلکو د ژوند د تامينولو په برخو کې له سختو ستونزو سره مخامخ دي. شي جين پينګ په دغه وړانديز کې پر څلورو ټکيو ټينګار کړی او ځيني مشخص تدبيرونه يې بيان کړي دي. دغه پېشنهاد د ( خلکو ته لومړيتوب ورکول) او ( ژوند ته لومړيتوب ورکول) په اړه د چين مفکوره څرګندوي.

له حقيقت څخه ښکاري، چې چين د افريقا د اعتماد وړ ملګری دی. د چين او افريقا ترمنځ دوستي به د وبا له سختو ننګونو وروسته لا ټينګه شي او د دواړو خواوو ترمنځ د ګډ برخليک ټولنه به پياوړې شي. شي جين پينګ په خپله وينا کې ويلي چې انسانان به اخر هم يادې وبا ته ماتې ورکړي او د چين او افريقا خلک به لا ښه ژوند ولري.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای