CRI Online

د چين د بهرنيو چارو وزارت: چين او افريقا د کوويډ -۱۹ وبا ضد د مبارزې لپاره نژدې همکارۍ کوي

cri     (GMT+08:00) 2020-06-18 20:01:59

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د جون په ۱۸مه نېټه په يوه نوبتي خبري ناسته کې وويل، د کوويډ ـ۱۹ وبا پرضد د ګډې مبارزې لپاره د چين او افريقا ځانګړې ويډيويي غونډه د جون په ۱۷مه نېټه تر سره شوه. چين او افريقا د دغې وبا ضد د مبارزې لپاره نژدې همکارۍ کوي. دا به په ټوله نړۍ کې دغې وبا ته د ماتې ورکولو باور نور هم ټينګ کړي او د دغې وبا ضد د مبارزې نوې نومونه ګرځېدلې ده.

وياند جاو لي جيان وويل، دغه غونډه د دغې وبا ضد د ګډې مبارزې په حال کې د چين او افريقا د مشرانو يوه ځانګړې غونډه ده. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په کې يو لړ مهم وړانديزونه او غوښتنې وړاندې کړې او بيان يې ورکړی چې چين به په دې برخه کې له افريقايي هېوادونو څخه پوره ملاتړ وکړي او غواړي له نړيوالې ټولنې سره يو ځای له هغو افريقايي هېوادونو سره لا زياتې مرستې وکړي، کوم چې د دغې وبا له امله له سترو فشارونو سره مخامخ دي. د افريقايي هېوادونو مشرانو د دې تود هر کلی او لوړه ارزونه وکړه. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای