CRI Online

د شينجيانګ د اويغور کورواکې سيمې د ولسي کانګرس کمېټه: د امريکايي سياستوالو لخوا پر چين بې بنسټه تورونو لګېدل او بنديز لګونه ناوړه عمل دی

cri     (GMT+08:00) 2020-06-18 20:15:31

امريکا پر ځايي وخت د جون په ۱۷مه نېټه د نړيوالې ټولنې تش په نوم ( د ۲۰۲۰ کال د اويغوريانو د بشري حقونو تګلارې سند ) د قانون په توګه جوړ کړی دی. دغه تش په نوم قانون په شينجيانګ کې د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې، د افراطيت د له منځه وړلو او د بشري حقونو په اړه بې بنسټه نيوکې، د نړيوالو قوانينو او د نړيوالو اړيکو د اصولو تر پښو لاندې کول، د چين په کورنيو چارو کې سخته لاسوهنه او د شينجيانګ د بېلا بېلو قومونو خلکو پر احساس سخت زيان بلل کيږي. د شينجيانګ د بېلا بېلو قومونو خلک د امريکا د دې کړنې سخته غندنه کوي او ورسره ټينګ مخالفت کوي.

له تېرو مسلسلو دريو کلونو څخه راپدېخوا په شينجيانګ کې هيڅ ترهګريزه پېښه نه ده رامنځته شوې، د افراطيت د فعاليتونو مخه نيول شوې، د ټولنې امنيتي وضعيت ډېر ښه شوی او د خلکو د خونديتوب احساس زيات شوی دی. د ۲۰۱۸ کال له ډسمبر راهيسې د م م د چارواکو، په چين کې د بهرنيو هېوادونو د ډيپلوماتانو، په ژنيو کې د هېوادونو د استازو، د خبريالانو او مذهبي ډلو په شمول د څه باندې ۷۰ ډلو او ۹۰ هېوادونو تر ۱۰۰۰ زياتو کسانو له شينجيانګ څخه ليدنې کړې دي. دوی ويلي چې په شيجيانګ کې د دوی له خوا ليدل شوي حالت د امريکا له څرګندونو سره يو شان نه دي، په دغه سيمه کې نيول شوي تدبيرونه له ترهګرۍ سره د مبارزې او د انساني حقونو د ساتنې په اړه د م م له هدف او اصولو سره سمون لري او د منلو او زده کړې وړ دي.

امريکا د انساني حقونو او له ترهګرۍ سره د مبارزې په پلمه د نورو هېوادونو په کورنيو چارو کې سخته لاسونه کوي او د افغانستان، عراق او سوريې په شمول په زياتو سيمو کې يې جنګونه پيل کړي دي چې له امله يې د ميليونونو بې ګناه کسانو مرګژوبله رامنځته شوې او ګڼ شمېر خلکو خپل کورنه پريښودلي دي. د امريکا دغه کړه وړه د انسانانو پر حقونو رښتينی تيری دی.

موږ يو ځل بيا دا وايو چې د شينجيانګ چارې د انساني حقونو، قومونو او مذهب چارې نه دي، بلکې له ترهګرۍ سره د مبارزې او د هېواد د بېلتون د مخنيوي چارو پورې اړه لري. د شينجيانګ چارې د چين کورنۍ چارې دي او پکې هيڅ بهرنی ځواک د لاسوهنې حق نه لري.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای