امريکا تش په نوم د ۲۰۲۰م کال لپاره د اويغوريانو د بشري حقونو د تګلارې سند د قانون په توګه جوړ کړی دی. دغه تش په نوم قانون د چين په شينجيانګ کې د بشري حقونو وضعيت ته قصدي زيان رسولی ، د شينجيانګ په اړه د چين د حکومت پر پاليسۍ يې ناوړه بريد کړی ، د نړيوال قانون او نړيوالو اړيکو له بنسټيز اصل څخه يې سرغړونه کړې او د چين په کورنيو چارو کې يې څرګنده لاسوهنه کړې ده. د چين حکومت او خلک له دې عمل سره ټينګ مخالفت کوي.
د شينجيانګ مسئله په هېڅ ډول د بشري حقونو ، ملي او مذهبي مسئله نده ، بلکې د ترهګرۍ او بېلتون غوښتنې ضد مسئله ده. شينجيانګ د افراطيت او تاوتريخوالي بېلتون غوښتونکو عملياتو سره مخ دی او د خلکو ژوند او ملکيت يې له سخت ګواښ سره مخ شوی دی. د شينجيانګ يو لړ تدبيرونه نه يوازې له چيني قوانينو سره سمون لري،بلکې په ګردې نړۍ کې د ترهګرۍ پرضد د م م ستراتيژۍ او د تاوتريخوالي افراطيت د مخنيوي لپاره د عملي پلان د پلي کولو په بهير کې د چين مشخص ګامونه هم دي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |