CRI Online

امريکا د بشری حقونو په پلمه د ترهګريزو ځواکونو ملاتړ کوي ، خامخا به د خپلې مېوې خوند وڅکي

cri     (GMT+08:00) 2020-06-18 20:36:02

پر ځايي وخت د جون په ۱۷مه نېټه امريکا تش په نوم د ۲۰۲۰ کال د اويغوريانو د بشري حقونو د تګلارو سند لاسليک کړ او قانوني بڼه يې ورکړه. په دغه سند کې د چين په شينجيانګ کې د بشري حقونو وضعيت غندل شوی او د شينجيانګ په اړه د چين حکومت پر پاليسۍ يې ناوړه بريد کړی دی.د امريکا دغه عمل له نړيوال قانون او د نړيوالو اړيکو له بنسټيز اصل څخه سخته سرغړونه ده او د چين په کورنيو چارو کې د دغه هېواد څرګنده لاسوهنه ده.چين د امريکا له دې عمل سره ټينګ مخالفت کوي.

(  د شينجيانګ په اوروموچي ښار کې)

د شينجيانګ مسئله په هېڅ ډول د بشري حقونو ، ملي او مذهبي مسئله نده ، بلکې د ترهګرۍ او بېلتون غوښتنې ضد مسئله ده. له ۱۹۹۰ کال څخه د ۲۰۱۶ کال تر پای پورې په شينجيانګ کې زرګونه ترهګريزې پېښې رامنځته شوې دي. له سخت وضيعت سره سم شينجيانګ له قانون سره سم له ترهګريزو عملياتو سره مبارزې کړې او د مسلکي مهارتونو ښوونيز مرکزونه يې جوړکړي دي.دغه يو لړ تدبيرونه نه يوازې د چين له قانون سره سمون لري، بلکې په ګردې نړۍ کې د ترهګرۍ پرضد د م م ستراتيژۍ او د تاوتريخوالي افراطيت د مخنيوي لپاره د عملي پلان د پلي کولو په بهير کې د چين واقعي عمليات هم دي او شينجيانګ د ترهګرۍ پرضد د نړيوالو چارو لپاره ستر خدمتونه کړي دي. په شينجيانګ کې په تېرو مسلسلو ۳ کلونو کې ترهګريزې پېښې نه دي رامنځته شوي. په ۲۰۱۹ کال کې د شينجيانګ جي ډي پي د ۲۰۱۸ کال په پرتله ۶ اعشاريه ۲ سلنه زياته شوې چې دغه رقم د چين د منځنۍ سويې په پرتله لوړ دی. په کليوالو سيمو کې د غربت انډول يې د ۲۰۱۳ کال له ۱۹ اعشاريه ۴ سلنې څخه د ۲۰۱۹ کال په پای کې ۱ اعشاريه ۲۴ سلنې ته ټيټ شوی دی. روان کال به شينجيانګ د چين له نورو بېوزلو سيمو سره يو ځای د غربت له منځه وړلو موخه پوره کړي.

ترهګري د انسانانو ګډ دښمن دی. اوس ټوله نړۍ د کوويد-۱۹ وبا سره د مبارزې په سخته موده کې ده. نه يوازې د ترهګرۍ يا وبا پر ضد مبارزه کې بلکې چين او امريکا بايد سره يو ځای مبارزه وکړي.خو اوس د امريکا يو شمېر سياستوال د خپلې سياسي موخې لپاره په څرګند ډول د ترهګرو ملاتړ کوي. دوی په واقعي توګه د ترهګرو ملګري دي ، د وبا پر ضدد نړيوالې همکارۍ او خلکو او ځان ته بشپړ زيان رسوي.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای