CRI Online

شي جين پينګ د يو کمربند او يوې لارې په اړه د نړيوالو همکاريو لوړ پوړې ويډيويي غونډې ته ليکلی پيغام وليږه

cri     (GMT+08:00) 2020-06-18 21:51:07

د يو کمربند او يوې لارې په اړه د نړيوالو همکاريو لوړ پوړې ويډيويي غونډه د جون په ۱۸مه نېټه په بېجينک کې په بريالۍ توګه تر سره شوه. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ نوموړې غونډې ته ليکلی پيغام وليږه.

شي جين پينګ په دې پيغام کې ليکلي چې په ګردې نړۍ کې د کوويد-۱۹ ويروس روانې وبا موږ ته داسې معلومات رسولي چې د بېلا بېلو هېوادونو برخليک سره تړلی دی او انسانان د ګډ برخليک په يوه ټولنه کې ژوند کوي. موږ ټول بايد نه يوازې له روانې وبا سره د مبارزې لپاره بلکې د اقتصاد د بيا سمسورتيا لپاره هم د يووالي او همکارۍ لار غوره کړو او پر څو اړخيزم بايد ټينګار وکړو. د هېوادونو ترمنځ د تګ راتګ پياوړی کول او پر ورخلاصون او زغم ټينګارکول د نړيوالو بحرانونو او د دايمي پرمختګ لازمه لار ده، د يو کمربند او يوې لارې په اړه نړيوالې همکارۍ په دې برخه کې مهم رول لوبولی شي.

شي جين پينګ پر دې ټينګار کړی چې چين تل پر سوله ييز پرمختګ او ګډو ګټو ټينګار کوي. هيله لرو چې له همکارانو او ملګرو سره يو ځای د دې لپاره هڅې وکړو چې يو کمربند او يوه لار له ننګونو سره د ګډې مبارزې لارې، د خلکو د روغتيا او امنيت د ساتلو لارې، د اقتصادي او ټولنيزې بيا سمسورتيا د هڅولو لارې او د پرمختګ د موندلو لارې په توګه اباده کړو. غواړو چې د يو کمربند او يوې لارې د ګډې ابادۍ له لارې د انسانانو د ګډ برخليک ټولنه جوړه کړو.

ياده غونډه د چين د بهرنيو چارو وزارت، د پرمختګ او اصلاحاتو ملي کمېټې، د سوداګرۍ وزارت او د روغتيا ملي کمېټې له خوا په ګډه جوړه شوې وه. د ۲۵هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو او يا د وزيرانو په کچه چارواکو، د روغتيا نړيوال سازمان عمومي مدير تيدروس او د م م د سرمنشي مرستيال او د م م د پرمختګ او پلان ادارې مشر اچيم ستينير په دغه غونډه کې ګډون درلود او په پای کې يې يوه ګډه اعلاميه هم خپره کړه.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای