CRI Online

د استراليا د يوه فکري ارګان د پردې تر شا مالي ملاتړکوونکی په ډاګه شو

cri     (GMT+08:00) 2020-06-18 22:28:50

ټويټر ويبپاڼې په تېره اوونۍ کې ګڼ شمېر د تش په نوم له چين سره اړه لرونکي حسابونه بند کړي او و يې ويلي يې دي، چې دغه حسابونه د جعلي معلوماتو د خپرولو او د روانې وبا پر ضد د چين د مبارزې د ستاينې په هڅه کې وو. په دې وروستيو کې دا په ډاګه شوې چې د اې اېس پي ای په نوم د استراليا يو ستراتيژيکي څېړنيز انستېتيوت په دغه پېښه کې لاس لري.

د استراليا د علمي ټکنالوژۍ يوې ويبپاڼې iTWire د جون په ۱۴مه نېټه خبر ورکړ چې د ۲۰۱۸ کال له مالي کال څخه د ۲۰۱۹ کال تر مالي کال پورې په مالي کال کې د اې اېس پي ای ٪۵۷ بوديجه د پوځي صنعت له شرکتونو څخه راغلې، چې زياتره شرکتونه يې امريکا پورې اړه لري، د بېلګې په توګه يې د لوکهيد مارټين فضايي سيستم شرکت، د نورسروپ ګرومن شرکت او رايسيون شرکت يادولی شو. بر سيره پر دې اې سي پي ای د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د نړيوال ګډون له مرکز څخه هم پيسې تر لاسه کړې دي.

د دغه شان فکري ارګان د څېړنو نتيجه څه ده؟ د iTWire ويبپاڼې په خبر کې راغلي چې اې اېس پي ای کله نا کله په خپلو راپورونو کې پر استراليا د چين او روسيې ګواښونه ياد کړي، خو د استراليا په کورنيو چارو کې د امريکا پر دوامداره لاسوهنو يې سترګې پټې کړې دي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای