CRI Online

وانګ يي: د يو کمربند او يوې لارې همکارۍ فعالې دي

cri     (GMT+08:00) 2020-06-18 23:24:29

د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د جون په ۱۸مه نېټه په بېجينګ کې د يو کمربند او يوې لارې په اړه د نړيوالو همکاريو د لوړ پوړې ويډيويي غونډې مشري وکړه.

په ياده غونډه کې وانګ يي وويل، چې د کوويد-۱۹ وبا او د نړيوال اقتصاد د ټيټوالي په شمول له منفي اغېزو سره سره د يو کمربند او يوې لارې همکاريو پرمختګ کړی او د پام وړ پرياليتوبونه يې تر لاسه کړي دي.

لومړۍ لاسته راوړنه د اړوندو همکاريو پياوړتيا ده. تېر کال د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو کې د پرتو هېوادونو د حکومتونو ترمنځ نوي ۲۹ اړوند همکاريز تړونونه لاسليک شوي او د عمومي همکاريزو تړونونو شمېر ۲۰۰ ته رسيدلی دی. دوهمه لاسته رواړنه د اقتصادي او سوداګريزو همکاريو د سويې لوړوالی دی. تېر کال د چين او د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو کې د پرتو هېوادونو ترمنځ د مالونو سوداګريز ارزښت تر ۱۳۰۰ مليارډو امريکايي ډالرو زيات و. درېيمه لاسته راوړنه د اړوندو هېوادونو ترمنځ د تګ راتګ زياتوالی دی چې يو لړ اړوندې لويې پروژې يې بشپړې شوي او يا د پرمختګ په حال کې دي.

له حقيقت څخه داسې ښکاري، چې روانې وبا د يو کمربند او يوې لارې د همکاريو ښه راتلونکی نه دی بدل کړی، اړوندو همکاريو د دغې وبا له منفي اغېزو سره سره ځواکمن فعاليت ښکار کړی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای