د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د جون په اتلسمه نېټه د يو کمربند او يوې لارې د نړيوالو همکاريو د لوړ پورې ويډيويي غونډې مشري وکړه. نوموړي په خپله وينا کې وويل، چې د کوويد-۱۹ وبا پر وړاندې د يو کمربند او يوې لارې ملګريو هيوادونو يو له بل سره مرستې کړې دي. بېلا بېلو خواوو له چين څخه ملاتړ کړی او چين له دې وبا سره د مبارزې لپاره د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو کې له ۱۲۲ پراتو همکارانو سره مرستې کړي او ۲۵ هېوادونو ته يې طبي ډلې ليږلې دي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |