CRI Online

وانګ يي: چين به په پنځو برخو کې د يو کمربند او يوې لارې له ملګرو هيوادونو څخه ملاتړ وکړي

cri     (GMT+08:00) 2020-06-19 00:04:51

د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د جون په اتلسمه نېټه د يو کمربند او يوې لارې د نړيوالو همکاريو د لوړ پورې ويډيويي غونډې مشري وکړه. نوموړي په دغه غونډه کې وويل، چين هيله لري چې په پنځو برخو کې د يو کمربند او يوې لارې له ملګرو هيوادونو څخه ملاتړ وکړي. لومړی: چين به د دولت رئيس شي جين پينګ له خوا د خپور شوي نړيوال مرستندويه پلان له مخې د روانې وبا پر ضد د مبارزې او د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ په برخو کې د يو کمربند او يوې لارې له همکارانو سره مرستې وکړي. دوهم: چين به د کوويډ-۱۹ ضد واکسين د څېړنې او استعمال په بهير کې د ملګرو هيوادونو اړتياوو ته پاملرنه وکړي. درېيم: چين به د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو کې د پرتو هېوادونو ترمنځ د کسانو د تګ راتګ او د مالونو د ترانسپورټ لپاره د تکنالوژۍ همغږي برابره کړي. څلورم: چين به د اړوندو هېوادونو د ترانسپورټ وزيرانو ترمنځ ويډيويي غونډه تر سره کړي. پنځم: چين به په زياتو نويو برخو کې له همکارو هيوادونو سره خپلمنځي همکارۍ پياوړې کړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای