CRI Online

پوتين : هيله لرم چې ژر تر ژره د م م د امنيت شورا د ۵ دايمي غړو هېوادونو سرمشريزه غونډه تر سره شي

cri     (GMT+08:00) 2020-06-19 10:20:22

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د روسيې ولسمشرۍ ماڼۍ د جون په ۱۸مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، چې د دغه هېواد ولسمشر ولاديمير پوتين هيله لري چې ژر تر ژره د م م د امنيت شورا د ۵ دايمي غړو هېوادونو سرمشريزه غونډه تر سره شي.

په دې اعلاميه کې ويل شوي چې پوتين د امريکا د ملي ګټو په مجله کې د يوې مقالې په خپرېدو سره دا هم ويلي دي، چې نړيوال اقتصادي حالات د ۵ دايمي غړو هېوادونو د سرمشريزې غونډې مهم مطلب دی. بېلا بېلو هېوادونو د کوويد-۱۹ وبا د مخنيوي او د خلکو د روغتيا او ژوند د ساتنې لپاره بې ساري تدبيرونه نيولي دي او پر نړيوال اقتصاد يې ستره اغېزه اچولې ده. له پرزيدا څخه د نړيوال اقتصاد د ژغورلو يوازېنې لاره د نړيوالو همکاريو پياوړتيا ده. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای