د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د جون د ۱۸مې نېټې په شپه په بېجينګ کې د يو کمربند او يوې لارې د نړيوالې همکارۍ د لوړپوړې ويډيويي غونډې مشري وکړه. د ۲۵ هېوادونو خارجه وزيرانو، د روغتيا نړيوال سازمان عمومي مدير تدريس ادهانوم، د م م مرستيال سرمنشي او د م م د پرمختګ او پلان ادارې مشر اچيم ستينير هم په دې غونډه کې ګډون کړی و.
وانګ يي وويل، چين غواړي چې يو کمربند او يوه لار د همکاريزې لارې، سالمې لارې، بيا سمسورې لارې او اقتصادي انکشافي لارې په توګه جوړه کړي او په دې اړه به د نړيوالو همکاريو د لا روښانه ايندې لپاره کوښښ وکړي.
ستينير په خپلو خبرو کې وويل، د کوويد-۱۹ وبا د خپرېدو له پېښې څخه څرکندېږي چې که موږ يوازې په څو اړخيزې غوښتنې ټينګار وکړو، وحدت او خپلمنځي همکارۍ پياوړې کړو، نو دوامدار پرمختګ به ومومو. چين د نړيوالې ټولنې د دوامدار پرمختګ له اجنډا د ملاتړ په ساحه کې ورځ په ورځ مهم رول لوبوي. د يو کمربند او يوې لارې د ابادولو په غرض همکارۍ به په اقتصاد، ټولنې او چاپيريال د کوويد-۱۹ له اغېزې سره د مقاومت لپاره ګټورې وي. م م د يو کمربند او يوې لارې د ابادولو غوښتنې ته په درنه سترګه ګوري او هيله لري چې اړوندې خواوې په پر له پسې ډول نژدې همکارۍ وکړي.
تدريس ادهانوم وويل، د روغتيا نړيوال سازمان د کوويد-۱۹ وبا د مخنيوي لپاره د چين د کوښښونو لوړه ستاينه کوي. په اوسنيو حالاتو کې، د انساني روغتيا د ګډې ټولنې د جوړولو په هکله د چين د دولت رئيس شي جين پينګ غوښتنه ډېر مهم اهميت لري، د يو کمربند او يوې لارې ګډه ابادي به په دې برخه کې مثبت رول ولوبوي. د روغتيا نړيوال سازمان د ورېښمو سالمې او شنې لارې له ابادولو ملاتړ کوي.
په دې غونډه کې د يو کمربند او يوې لارې د نړيوالې همکارۍ د لوړپوړې ويډيويي غونډې ګډه اعلاميه هم خپره شوه. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |