د چين د سوداګريزو چارو وزارت له تازه شمېرنې سره سم، د سږ کال له جنورۍ څخه تر مې پورې په چين کې د بهرنيو پانګونو ارزښت ۳۵۵ مليارډو او ۱۸۰ ميليونو يوانو ته رسېدلی چې دا د پروسږ کال د همدې مودې په نسبت ۳.۸ سلنه کموالی ښيي او د ارزښت د کمښت انډول يې د لومړۍ ربعې په پرتله ۷ سلنه ټيټ شوی دی. په مۍ مياشت کې، ياد ارزښت د پروسږ کال د همدې مودې په مقايسه ۷.۵ سلنه زيات شوی دی. له جنورۍ څخه تر مۍ پورې، چين د ۱۵۷ هېوادونو او سيمو پر ۳۵۷۰ شرکتونو مستقيمې پانګونې کړې دي چې عمومي ارزښت يې ۲۹۶ مليارډو او ۲۷۰ ميليونو يوانو ته رسيږي چې دا د پروسږ کال د همدې مودې په پرتله ۱.۶ سلنه کم شوی دی. د يو کمربند او يوې لارې په اړوندو هېوادونو کې د چين پانګونې زياتې شوې دي. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |