د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياند سيد عباس موسوي د جون په ۱۸مه نېټه پر سوريې د امريکا له لوري د لګېدلو بنديزونو غندنه وکړه او و يې ويل چې ايران به په پر له پسې ډول له سوريې سره اړيکې پياوړې کړي.
نوموړي په همدې ورځ د ايران خبري رسنيو ته وويل، د کوويد-۱۹ وبا د خپرېدو په حال کې، پر سوريې د امريکا غير انساني بنديزونو د سوريايانو درد او غم نور هم سخت کړی، دا پر سوريايانو د امريکا اقتصادي ترهګرۍ او د سوريې د ثبات د خرابولو لپاره د امريکا نوې لاره ده. ايران له يو اړخيزو بنديزونو ملاتړ نه کوي او په پر له پسې ډول به له سوريې سره نژدې اړيکې وساتي. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |