CRI Online

د نوبل جايزې ګټونکی پاول اېم رومر : امريکا بايد د کوويد-۱۹ وبا د مخنيوي لپاره د چين د وو هان ښار تجربې زده کړي

cri     (GMT+08:00) 2020-06-19 10:35:29

د ۲۰۱۸م کال د نوبل جايزې ګټونکی پاول اېم رومر په دې وروستيو کې د چين له ميډيا ګروپ سره په يوه مرکه کې وويل، امريکا بايد د کوويد-۱۹ د مخنيوي لپاره د چين د وو هان ښار له تجربو ګټه پورته کړي.

هغه وويل، امريکا بايد د واکسين له جوړېدو مخکې د دې وبا د معاينې کار پياوړی کړي. د ده له اټکل سره سم، د وبا معاينه به ۵۰ چنده حتی ۱۰۰ چنده ګټې ورسوي . د چين وو هان ښار له لويې پيمانې معاينو څخه ګټې اخيستلې دي. که موږ له دې وړاندې له وو هان څخه زده کړې وای، په لنډه موده کې به پر دې ناروغۍ د اخته امريکايانو شمېر تر يوې اندازې پورې کم و. د کوويد-۱۹ وبا د مخنيوي لپاره د وو هان ښار او د چين حکومت تدبيرونه د زده کړې وړ دي. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای