CRI Online

په هانکانګ کې د چين د بهرنيو چارو وزارت کمېشنرۍ د ۷ هېوادونو ډلې د بهرنيو چارو وزيرانو ګډه اعلاميه رد کړه

cri     (GMT+08:00) 2020-06-19 10:36:05

د ۷ هېوادونو ډلې د بهرنيو چارو وزيرانو ګډه اعلاميه خپره کړې او د هانکانګ په خاصه اداره سيمه کې يې د چين د ملي امنيت د ساتنې قانون پر جوړولو بې ځايه او بې پروا خبرې کړي او بې دليله تورونه يې لګولي دي. په هانکانګ کې د چين د بهرنيو چارو وزارت کمېشنرۍ د روانې مياشتې په ۱۸ مه نېټه وويل، چې په دغه اعلاميه کې تور ته سپين او سپين ته تور ويل شوي او د چين په کورنيو چارو کې يې څرګنده لاسوهنه کړې او د نړيوال قانون او نړيوالو اړيکو له بنسټيز اصل څخه يې سرغړونه کړې ده. موږ له دې عمل سره ټينګ مخالفت کوو.

(مينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای