د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د روغتيا نړيوال سازمان د جون په ۱۸ مه نېټه تازه راپور خپور کړ، چې له مخې يې په ټوله نړۍ کې پر کوويډ-نولس ۱۸۱۲۳۲ کسان تازه تشخيص شوي او پر دې ناروغۍ د ټولو اخته کسانو شمېر ۸۲۴۲۹۹۹ ته رسېدلی دی. د دغه ويروس له امله د مړو شويو کسانو شمېر د تېرې ورځې په پرتله ۵۲۴۵ زيات شوی او عمومي شمېر يې ۴۴۵۵۳۵ ته رسېدلی دی.
(مينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |