باوري او اغېزمن واکسين د کوويد-۱۹ وبا د مخنيوي لپاره مهم تضمين دی. د چين د روغتيا کميټې، د تخنيک وزارت، د صنايعو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت، د بازار د څارنې دولتي ادارې او د درملو د څارنې دولتي بيورو د جون په ۱۸مه نېټه د کوويد-۱۹ وبا د واکسين د توليدونکې فابريکې د بيلوژيکي امنيت د ساتنې لپاره مقررات خپاره کړل او پکې يې د واکسين د توليدولو لنډ مهالی او بيړني معيار ټاکلی دی.
د ناروغۍ په جريان کې واکسين جوړول او کارول تر يوې اندازې خطرونه لري، بايد د واکسين د کيفيت د ساتنې تر څنګ بيلوژيکي امنيت هم وساتل شي. په نوموړو مقرراتو کې د بيلوژيکي امنيت د ساتنې د چيني او نړيوالو قوانينو او اړوندو مسلکي معيارونو سره سم د کوويد-۱۹ وبا واکسين د توليدولو په جريان کې د بېلوژيکي خطرونو د له منځه وړلو لپاره تدبيرونه ټاکل شوي دي. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |