CRI Online

د روغتيا نړيوال سازمان: د کوويد ـ۱۹ ويروس ضد واکسين ښايي د سږ کال تر پای مخکې توليد شي

cri     (GMT+08:00) 2020-06-19 11:09:10

د چين ميډيا ګروپ د خبر له مخې، د روغتيا نړيوال سازمان لومړۍ کارپوهې سوميا سواميناتان د جون په ۱۸مه نېټه وويل، چې د کوويد -۱۹ ويروس ضد واکسين ښايي د سږ کال تر پای مخکې توليد شي، نو نړيواله ټولنه دې په دې برخه کې ګډې نظريې ته ورسېږي چې دغه واکسين بايد لومړی کومو کسانو ته ورکړي.

نوموړې وويل، چې اوس د دغه ويروس پرضد لږ تر لږه ۲۰۰ واکسينونه د څيړنې په حال کې دي او کابو لس واکسينونه د بدني بستريزې ازموينې په حال کې دي چې له دې جملې څخه درې واکسينونه به ژر د درې بستريزې ازموينې ته ننووځي. دغه راز، د چين څو واکسينونو په لومړيو او دوهمو بستريزو ازموينو کې ښه رول لوبولی دی. د سږ کال تر پای مخکې ښايي يو او يا دوه واکسينونه بريالي شي. هيله ده چې په ۲۰۲۱م کال کې دوه مليارډ واکسينونه نړۍ ته برابر شي.

نوموړې وويل، چې د کوويد ـ۱۹ وبا د ټولې نړۍ پر وړاندې ډېره سخته ننګونه ده، نو نړيواله ټولنه د دغې وبا ضد چارو ته په درنه سترګه وګوري. دې وويل، (اواز)

زما په اند، اوس موږ فرصت لرو چې د دغې وبا د خپرېدو مخه ونيسو، خو دغه ويروس ډېر تېز او خطرناک دی، نو موږ بايد په جدي توګه د دغه ويروس بدلونونو ته پاملرنه وکړو.

هغې زياته کړه چې د واکسين څيړنه وختونو ته اړتيا لري، څو د واکسين فرعي اثرونه کم شي. دې وويل، ( اواز)

په نړۍ کې هره چاره ښايي خطر ولري. البتأ، موږ هيله لرو چې ډېر خوندي واکسين راپيدا شي او هيڅ فرعي اثر ونه لري، خو دا وختونو ته اړتيا لري. زما په اند، د نړۍ ټول کارپوهان په دې پوهېږي چې د واکسين د څيړنې مهالوېش لنډ شي، خو کيفيت به يې تامين شي.

نوموړې خپلو خبرو کې دې ته اشاره وکړه چې د روغتيا نړيوال سازمان يو وړانديز کوي چې د يو چوکاټ په جوړولو سره پريکړه وکړي چې دغه واکسين لومړی کومو کسانو ته ورکړي. د بېلګې په توګه د دغې وبا ضد د مبارزې په سنګر کې ځېني کارکوونکي، د موټر چلوونکي، د امبولانس چلوونکي، طبي کارکوونکي، پوليس، د دوکانونو کارکوونکي، د چاپيريال پاک کوونکي او داسې نور. داسې کسان د ويروس له زياتو خطرونو سره مخامخ دي. بېلا بېلې خواوې بايد له دې سره موافقه وکړي. دې وويل، ( اواز)

موږ بايد يادو کسانو ته لومړی واکسين ورکړو. د روغتيا نړيوال سازمان به اړونده لايحه وړاندې کړي. بېلا بېلې خواوې بايد په دې اړه ګډو نظريو ته ورسېږي او دا يوازېنې سمه لاره ده.

نوموړې زياته کړه چې د زړو کسانو او هغو ناروغانو په شمول کسان هم له دې واکسين لومړۍ ګټه واخلي، چې د وينې فشار پر ناروغۍ، د شکرې پر ناروغۍ اختهدي. بر سېره پردې هغه کسان چې په زندانونو، سناتوريمونو، فابريکو او د بې وزلۍ کمپونو کې دي، دوی ته هم بايد لومړی واکسين ورکړل شي. بېلا بېل هېوادونه بايد د داسې موخو د پلې کولو لپاره د کوويد -۱۹ ويروس ضد واکسين د اخيستنې له نظام څخه ملاتړ وکړي او پکې پانګه واچوي.

له نيکمرغه، د کوويد -۱۹ ويروس بدلونونه د انفلونزا ويروس په پرتله لږ دي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای