CRI Online

د م م راپور: په ګرده نړۍ کې په منځنۍ توګه په هرو ۱۰۰ کسانو کې يو کس کډوال دی

cri     (GMT+08:00) 2020-06-19 13:19:33

د سينهوا اژاسن د خبر له مخې، د م م د کډوالو کميشنرۍ د جون په ۱۸مه نېټه يو نوی راپور خپور کړ،چې له مخې يې د ۲۰۱۹ کال تر پايه پورې په ګرده نړۍکې د کډوالو شمېر ۷۹۵ لکو ته رسېدلی و او په منځنۍ توګه په هرو ۱۰۰ کسانو کې يو کس کډوال و.

د جون ۲۰مه نېټه د کډوالو له نړيوالې ورځې سره برابره ده. له دې نېټې مخکې د م م د کډوالو کميشنرۍ ياد راپور چې نوم يې دی (( نړيوال تمايل)) خپور کړی دی. په دې راپور کې راغلي چې له ۲۰۱۰ کال راهيسې په ګرده نړۍ کې د کډوالو شمېر تقريباً يو چند زيات شوی دی. د ۲۰۱۹ کال تر پايه پورې دغه شمېر ۷۹۵ لکو ته رسېدلی، چې پکې د ماشومانو شمېر له ۳۰۰ لکو څخه تر ۳۴۰ لکو پورې دی.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای