CRI Online

امريکا د اويغوريانو د بشري حقوقو د ساتنې په پلمه د چين د پرمختګ مخه نيسي

cri     (GMT+08:00) 2020-06-19 15:05:05

امريکا د جون په ۱۷مه نېټه تش په نوم " د ۲۰۲۰م کال د اويغوريانو د بشري حقوقو د تګلارو سند " ته قانوني بڼه ورکړه. دغه سند په بد نيت د چين په شينجيانګ کې د خلکو پر بشري حقوقو او د شينجيانګ د اداره کولو په هکله د چين حکومت پر تګلارو تورونه لګولي، په پرانيستي ډول يې د نړيوالو قوانينو او اړيکو بنسټيز اصول تر پښو لاندې کړي او د چين په کورنيو چارو کې يې په سپين سترګۍ لاسوهنه کړې ده. د امريکا له لوري پر چين د تور لګولو موخه د بشري حقوقو ساتنه نه، بلکې د چين د پرمختګ مخنيوی او د زورواکې غوښتنې اجرا کول دي.

ترهګري او تندلاري د انسانانو ګډ دښمن دی. د " ۹.۱۱ " پېښې په ګډون ترهګريزو کړنو د امريکايانو په ګډون د ګردې نړۍ وګړو ته سخت زيانونه رسولي دي. امريکا په خپله خوښه د نورو هېوادونو په چارو کې لاسوهنه کوي، خو پر خپلو پرابلمونو او ستونزو يې سترګې پټې کړې دي. د کوويد-۱۹ وبا خپرېدو او د تور پوستي جارج فلويد قصدي وژنې د امريکا ټولنه په دوو قطبونو ويشلې ده، په دغه هېواد کې د بېوزلو او شتمنو تر منځ د سخت توپير او نژادي تبعيض په ګډون ستونزې په څرګند ډول زياتې شوې دي. د ډېرې بېوزلۍ او بشري حقوقو د څېړنې لپاره د م م ځانګړي څېړونکي فيليب الستون په خپلو خبرو کې دې ته اشاره کړې چې د کوويد-۱۹ ويروس د امريکا بېوزلو ته ډېر سخت زيانونه رسولي دي، د اوږد مهالي له پامه لوېدو او تبعيض له امله، په دې ناروغۍ د لږ عايدات لرونکو کسانو د اخته کېدو خطرونه د نورو په پرتله ډېر زيات دي.

برسيره پر دې، امريکا د بشري حقوقو د ساتنې او له ترهګرۍ سره د مبارزې په بهانه د افغانستان، عراق او ليبيا په ګډون د نړۍ ګڼو هېوادونو کې جګړې پيل کړې دي او له امله يې ګڼ شمېر بې ګناه وګړي وژل کيږي، د دغو هېوادونو سيمه ييز حالات په مسلسل ډول سخت شوي، د انسان دوستۍ چارې يې هم په پر له پسې ډول خرابې شوې دي. د دې تر څنګ، امريکا د سيمه ييزو هېوادونو له احتجاج سره سره له معاينې پرته مکسيکو او د منځنۍ امريکا هېوادونو ته ګڼ شمېر غير قانوني کډوال سپارلي او د دغو هېوادونو د عامې روغتيا کمزورو سيستمونو ته يې سخت زيانونه رسولي دي. په عين حال کې، امريکا پر ځينو هېوادونو بنديزونه هم زيات کړي، دا هم د بشر پالنې پر وړاندې د بحران د رامنځته کېدو سبب ګرځېدلی دی.

د امريکا دروغ لا له وړاندې بربنډ شوي دي. د شينجيانګ چارې د چين کورنۍ چارې دي، په دې اړه هر ډول بهرنۍ لاسوهنه د منلو وړ نه ده. د ملي حاکميت، امنيت، پرمختګ او ګټو د ساتنې لپاره د چين حکومت او خلکو ټينګ هوډ نه دی بدل شوی. موږ له امريکا څخه يو ځل بيا غوښتنه کوو چې د چيني ګټو خرابول او د چين په کورنيو چارو کې له لاسوهنې لاس واخلي، که نه، چين به د امريکا د اړوندو کړنو پر وړاندې د مقاومت ځوابي تدبيرونه ونيسي. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای