CRI Online

د امريکا سياستوالو پر ګڼ شمېر حقيقتونو سترګې پټې کړې اولاهم دروغ وايي

cri     (GMT+08:00) 2020-06-19 20:04:59

د چين ميډيا ګروپ د سي جي ټي اېن(CGTN) تلويزيوني شبکې د چين په شينجيانګ کې د ترهګرۍ ضد يادونو په نوم مستندفلم خپور کړ او پکې يې د ګڼو حقيقتونو له لارې يې په شينجيانګ کې د ترهګرو ډېر جرمونه په ډاګه کړې دي. په دې سيمه کې د ترهګرۍ او تندلارۍ پر ضد د چين د حکومت د مبارزې ضرورت او لاسته راوړنې او د شينجيانګ په اړه د امريکايي سياستوالو دروغ لاورايه ښکاري.

د يوې ابتدايي شمېرنې له مخې له ۱۹۹۰ کال څخه د ۲۰۱۶ کال تر پايه پورې په شينجيانګ کې شويو زورزياتي پېښو ګڼ شمېر ملکيانو ته مرګ ژوبله اړولې او ګردې ټولنې ته يې ډېر زيانونه رسولي دي. خو امريکايي سياستوال او د غربي خبري رسنيو تر کنټرول لاندې څېرې د يادې سيمې په باب لږ معلومات لري .ځيني امريکايي سياستوال د چين په اړه بد نيت او دسيسه لري او د چين مسئلې په هکله دوه ګوني معيارونه غوره کوي.دوی د سپتمبر د يوولسمې نيټې له پېښې څخه عبرت نه دی اخيستی او هم په شينجيانګ کې د يادو پېښو دغه مجرمين ترهګر ونه بولي او حتی له هغوي سره يې مرستې کړي او کوي يې.امريکا په علني توګه د شينجيانګ په اړه تش په نوم قانوني مسوده تصويب کړه او د دې سيمې د بشري حقونو پر حالاتو يې تور لګولی او په شينجيانګ کې د چين د حکومت له خوا د غوره شوې تګلارې د بدنامولو لپاره يې هڅې کړې دي چې دا له ترهګرو او شريرو کسانو څخه د امريکې د ملاتړ ثبوت دی.

دغه مستند فلم دا ښيي چې په تېرو شلو کلونو کې ترهګرو د چاکو او ټوپکونو په وسيله ملکيان وژلي او پر مليکانو يې موټرونه ورخېژولي او ځانمرګي چاودنې يې تر سره کړې.د دې ترڅنګ دوی د ختيځ ترکستان په شمول له ترهګريزو سازمانونو سره همکارۍ کړي او چين ته يې قاچاقي وسلې ليږدولي تر څو ترهګريز بريدونه تر سره کړي او زمونږ هېواد ټوټه کړي.د دوی جرمونه د ډېرو کورنيو د ټوټه کېدو سبب شوي دي.

د سي جي ټي اېن د تېر کال په پای کې په شينجيانګ کې د ترهګرۍ ضد د مبارزې په هکله دوه مستند فلمونه سندونه خپاره کړل او په نړيواله ټولنه کې يې ستر غبرګونونه راوپارول .د انټرنېټ ډېرې بهرني کارونکي دا احساسات لري چې دا ترهګريز کړه وړه دي، ايا د امريکا حکومت غواړي چې همداسې "بشري حقوق" وساتي؟ د لويديځو هېوادونو ځينو خبري رسنيو په بېلا بېلو پلمو دغه مستند فلم خپاره کړل چې ور څخه د چين د مسئلې په هکله د دوی رياکاره څېره او دوه ګونې معيارونه ښکاري.د سي جي تي ان د نوي مستند فلم د خپرېدو پر مهال ايا دوی په يوه غوږ اوريدلی او په بل ترې وتلی دی؟

د نړيوالو څېړنکو په اند د شينجيانګ مسئله له ملت، مذهب او بشري حقونو سره تړاو نه لري بلکې د ترهګرۍ او بېلتون غوښتنې پر ضد له له مبارزو سره اړيکه لري.د چين حکومت له قانون سره سم د ترهګرۍ او د بېلتون غوښتونکو پرضد د مبارزې لپاره يو لړ تدبيرونه نيولي چې دا د ټولنيزې ارامتيا او نيکمرغه ژوند د تر لاسه کولو لپاره د دې سيمې د بېلا بېلو قومي وګړو له غوښتنو سره سمون لري او د ترهکرۍ او تندلارۍ ضد د مبارزې له بنسټيزې روحيې او اصولو سره هم سمون لري.

په شينجيانګ کې د ترهګرۍ او تندلارۍ د له منځه وړلو او د سمسورتيا او ثبات د ساتلو لپاره د ځايي حکومت هڅې د ليدو وړ دي.ځيني امريکايي سياستوال بايد له دوه ګونو معيارونو او د دې سيمې په چارو کې له لاسوهنې څخه لاس واخلي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای