CRI Online

د لنسېټ مجلې عمومي مدير ريچارډ هورتن :د لوېديځو هېوادونو "غرور" لسګونه زره ناروغان وژلي

cri     (GMT+08:00) 2020-06-19 21:13:48

د لنسېټ مجلې عمومي مدير ريچارډ هورتن په دې وروستيو ورځو کې په لندن کې د فرانسې د ليبرېشن ورځپاڼې له خبريال سره د مرکې په وخت کې"د کوويد-۱۹ وبا د ناورين په نوم د خپل کتاب په اړه خبرې وکړې.هغه په ياد کتاب کې د کوويد-۱۹ وبا سره د مبارزې په برخه کې د نړيوالو غبرګونونو لېست جوړ کړی دی. هغه په دغه کتاب کې د چين د ساينسي ټولنې په اړه د ځينو هېوادونو او ساينسي څېړوونکو له خوا "لوېديځ غرور" يادونه کړې ده. د ده په اند ،د لوېديځو هېوادونو دغې رويې په پرېکړو کې ځنډ راوستلی او په ډېرو هېوادونو کې يې ډېر زيات خلک وژلي دي. هغه د امريکا پر ولسمشر ټرمپ سخته نيوکه کړې او ويلي دي چې نوموړي د "انسانانو پرضد جرم تر سره کړی او د بريتانيا صدراعظم بوريس جانسون او د هغه کابينه د ډېر کوچني ځواب ويلو لپاره ګناه تر سره کړې. هغه په ​​دې هم باور لري چې د چين او روغتيا د نړيوال سازمان په اړه د ځينو لوېديځو هېوادونو انتقادونه غير عادلانه دي. د دې انتقادونو هدف يوازې دا دی چې لوېديځ حکومتونه ،په تېره بيا امريکا ، هڅه کوي خلک له ناروغۍ سره په مبارزه کې د دوی له وژونکو غلطيو څخه ځان ته راجلب کړي.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای