د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د جون په ۱۹مه نېټه په بېجينګ کې وويل چې د ملي حاکميت ، امنيت او پرمختيايي ګټو د دفاع کولو په پار د چين ټينګ هوډ نه بدليدونکی دی او د شينجيانګ د پرمختګ ، ثبات او ملي يووالي د ساتنې لپاره خپله ژمنه په هر حال کې عملي کوي. د شينجيانګ مسئلې په پلمه د امريکا هغه توطيې به خامخا ناکامې شي چې د چين په داخلي چارو کې مداخله او د چين بڼه بدناموی او د چين د پرمختګ مخه نيسي.
CGTN د روانې مياشتې په ۱۸مه نېټه د تيان غر - په شينجيانګ کې د تروريزم ضد يادونې په نوم انګليسي مستند فلم خپور کړ. په همدې ورځ د امريکا ولسمشر ټرمپ د اويغوريانو د بشري حقونو په اړه د تګلارې سند هم لاسليک کړ.
وياند جاو په همدې ورځ په پوه نوبتي مطبوعاتي غونډه کې وويل چې د شينجيانګ مسئله د بشري حقونو ، ملي او مذهبي مسئله نده ، بلکې د ترهګرۍ او بېلتون غوښتنې ضد مسئله ده. ياد مستند فلم له مشخصو قضيو او روښانه حقايقو سره په شينجيانګ کې د تروريزم ضد او د افراطيت د له منځه وړلو د کار اړتيا په ګوته کوي او په دې برخه کې د چين سترې هڅې ښيي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |