CRI Online

ايا امريکا رښتيا هم "د ازادۍ سمبول" او "د بشري حقونو ساتونکې" ده؟

cri     (GMT+08:00) 2020-06-19 21:25:25

د جون په ۱۷ مه نېټه په جنيوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د ۴۳ مې دورې شورا په يوه ناسته کې په امريکا کې د بشري حقونو د مسئلو په اړه بحثونه وشول. دا په تاريخ کې لومړی ځل دی، چې يادې شورا په امريکا کې د بشري حقونو د مسلو په اړه بېړنۍ ناسته ترسره کړه.

که څه هم امريکا همېشه ځان "د ازادۍ سبمول " او "د بشري حقونو محافظ" بولي، خو په حقيقت کې په دغه هېواد کې پر بشري حقونو د تېري پېښې هر وخت ډېرې ليدل کيږي.

په دغه هېواد کې د ډزو پېښې زياتې دي

امريکا کې تر هر بل هېواد زياتې د ډزو پېښې رامنځته کیږي، د بېلګې په توګه په ۲۰۱۹ کال کې د تېکساس ايالت په ايلپاسو ښار کې د والمارټ سوپرمارکيټ کې د ډزو خونړۍ پېښه وشوه او په ۲۰۱۸ کال کې د فلوريډا ايالت د پارکلنډ ښار په يوه عالي لېسه کې هم د ډزو پېښه رامنځته شوه .

په امريکا کې د توکمپالنې پېښې زياتې شوې دي

په امريکا کې افريقايي او لاتيني امريکايي الاصله امريکايانو سره هميشه غير برابري چلند شوی او پدې برخه کې د جورج فلويډ پېښه يادولی شو او يوه ښکاره بېلګه يې ده.

په امريکا کې د زيان منونکو ډلو ژوند ستونزمن دی

د ملګرو ملتونو د ښځو چارو کميشنرۍ يوه شمېرنه ښيي، چې په امريکې کې له ۷۰ سلنې څخه زياتې ښځې له جنسي تېري سره مخ شوې دي. همدارنګه د کډوالو په اړه د دغه هېواد پاليسۍ نامعقولې دي او ګڼ شمېر ماشومان د دغو پاليسيو له امله له خپلو پلرونو او ميندو څخه په زور او مجبوريت جلا شوي دي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای