د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د جون په ۱۹مه نېټه اعلان وکړ چې د چين صدراعظم لي که چيانګ به د جون په ۲۲مه نېټه د اروپا شورا له رئيس ميچل او د اروپايي ټولنې د کميسيون رئيسې وان ديرلين سره د چين او اروپايي ټولنې د مشرانو ترمنځ ۲۲م ملاقات وکړي.
د خبر له مخې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ به د ويډيو په وسيله د اروپايي شورا له رئيس ميچل او د يادې ټولنې د کميسيون له رئيسې وان ديرلين سره وګوري. وياند جاو لي جيان په همدې ورځ په يوه نوبتي خبري ناسته کې وويل چې د چين او اروپايي ټولنې د مشرانو ترمنځ ملاقات د چين او اروپا ترمنځ د اړيکو د پرمختګ لپاره مهم لارښوونکی رول لوبوي.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |