CRI Online

د شينجيانګ حکومت: په شينجيانګ کې د اويغوري قوم په شمول د بېلا بېلو قومونو د اوسيدونکو د تګ راتګ او له مخابراتو څخه د استفادې ازادي هيڅکله محدود شوي نه دي

cri     (GMT+08:00) 2020-06-20 17:31:51

د شينجيانګ د اويغور د کورواکې سيمې د عام امنيت ادارې مرستيال يليکون يکوف په دې وروستيو ورځو کې وويل چې د امريکا د تش په نوم د ۲۰۲۰ کال د اويغوريانو د بشري حقونو د تګلارو په اړه په قانون کې ويل شوي چې شينجيانګ د لږ کيو قومونو په وړاندې د تبيعض تګلارې غوره شوې او خلک د تګ راتګ او له مخابراتو څخه د استفادې ازادي او عادلانه محکمې لاس رسي به شمول حقوقو څخه بې برخې دي. دغه خبره بيخي له عيني واقعيتونو سره سمون نه خوري او پوره دروغ ده.

يليکون يکوف وويل چې د چين د اساسي قانون له مخې د خلکو د تګ راتګ او له مخابراتو څخه د استفادې ازادي د قانون په رڼا کې محفوظه ده. په شينجيانګ کې هيڅکله د اويغوريانو په شمول د بېلا بېلو قومونو د اوسيدونکو د تګ راتګ ازادۍ ، د دوی او په نورو هېوادونو کې د دوی د خپلوانو تر منځ د مخابراتي اړيکو ازادۍ محدودې شوې نه دی. اوسمهال په نورو هېوادونو کې د شينجيانګ اوسيدونکو شمېر څو لکو ته رسيږي چې د نړۍ په زياتو هېوادونو کې ژوند کوي. په شينجيانګ کې د هر قوم اوسيدونکي چې د قانونی جرمونه نه لري، ټول په ازاد ډول نورو هېوادونو ته تللی شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای