CRI Online

د چين د خارجه وزارت وياند د چين او هند ترمنځ د سرحدي نښتې جزييات بيان کړل

cri     (GMT+08:00) 2020-06-20 18:40:24

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د جون په ۱۹مه نېټه د يوې نوبتي خبري ناستې په ترڅ کې د خبريالانو اړوندو پوښتنو ته په ځواب کې د ګلوان درې په شاوخوا کې د چين او هند ترمنځ د نښتې په اړه جزييات بيان کړل.

هغه څرګنده کړه چې ګلوان دره د چين او هند ترمنځ لويديځو سرحداتو ته نژدې د چيني خاورو په دننه کې ده. له تېرو څو کلونو راهيسې د چين سرحدي ځواکونه تل په دغه ځای کې ګزمه کوي. د روان کال له اپريل راهيسې هندي ځواکونو د ګلوان درې په شاوخوا سيمه کې د لارې او پل په جوړولو پيل وکړ. چين څو ځله له دې کار سره مخالفت وکړ او په اړه يې اختجاج کړی دی. د مې د ۶مې نېټې په سهار وختي هندي ځواکونه د ګلوان له درې په تېرېدو سره د چين خاورو ته ننوتلي، د خنډونو په جوړولو سره يې د چيني ځواکونو د ګزمې مخنيوی کړی او د سرحدي سيمې د واقعي حالاتو د بدلولو هڅه يې کړې ده. په داسې حال کې د چين سرحدي ځواکونو مجبوراً لازمي تدبيرونه ونيول.

چين او هند د سرحدي حالاتو د ارامولو په موخه په پوځي او ديپلوماتيکو لارو چارو خپلمنځي اړيکې نژدې ساتلې. د چين په قوې غوښتنې سره هند موافقه کړې چې له چيني خاورې څخه خپل سرتېري وباسي او د چين په خاوره کې جوړ شوي تاسيسات هم ليرې کړي. دغه راز هند ژمنه وکړه چې پوځيان به يې د ګلوان له درې څخه په تېرېدو سره ګزمه و نه کړي او تاسيسات هم جوړ نه کړي.

خو د حيرانتيا دا ده چې هندي ځواکونو د جون د ۱۵مې نېټې په شپه خپله کړې ژمنه مات کړې، يو ځل بيا له ګلوان درې څخه تېر شول او پر چيني سرتېريو يې بريد وکړ چې له امله يې سختې نښتې وشوې او دواړو خواوو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د هندي ځواکونو يادو کړنو د سرحدي سيمې ثبات خراب کړی، د چيني پرسونل ژوند ته يې سخت ګواښ پېښ کړ، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سرحدي مسئلې په اړه له شوې هوکړه څخه يې سرغړولی او د نړيوالو اړيکو بنسټيز اصول يې خراب کړي دي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای